اروپايي ټولنه د البانیا زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره غونډه جوړوي
اروپايي اتحادیې ویلي چې د راتلونکي کال د جنورۍ په میاشت کې به د البانیا له زلزله ځپلو سره د مرستې او بیا رغونې لپاره د مرسته کونکو هېوادونو استازو غونډه جوړه کړي.
د اروپايي کمېسون مشرې اورسولا ون دیر لین پرون د ډسمبر په ۱۴مه وویل چې په البانیا کې د اوږدې مودې بیارغونې لپاره مرستې ته متعهد دي.
په البانیا کې تېره میاشت د شدیدې زلزلې له امله ۵۱ تنه مړه شول. دغې زلزلې چې شدت یې د رېشتر ۶ اعشاریه ۴ درجې و، ګڼ شمېر کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړل.
په البانیا کې د زلزلې له امله ۱۳ زره وګړي بې کوره شوي او ۱۴ زره ودانۍ ړنګې شوې دي.
د البانیا حکومت له نړیوالې ټولنې د مالي مرستې غوښتنه کړې، څو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ویجاړ شوي تاسیسات ورغوي. البانیا د دې لپاره له نړیوالو ۱۱۷ ملیونه ډالر غوښتي دي.