عراق کې دوو ځانمرګو بریدونو د شیعه مشر مقتدی صدر ۱۱ وسله وال ووژل
د عراق پوځ په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلي چې لومړۍ حمله د سمارا ښار په سل کیلومترۍ کې، ثرثار سمندرګي ته نژدې په هغه سیمه کې وشوه چې د اوږدې مودې لپاره د سني جهادي ډلې داعش مرکز پکې و.
د عراق پوځ وايي په دې انتحاري حمله کې د مقتدی صدر اوه تنه وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي.
د عراق د پوځ خبرپاڼه وايي چې دوهم برید هم تېر ماښام ناوخته د لومړي برید په ځای کې وشو چې د مقتدی صدر د وسله والې ډلې څلور کسان پکې ووژل شول. د دې حملو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
عراق په ۲۰۱۷ کال کې اعلان وکړ چې اسلامي دولت ډلې په دې هېواد کې ماتې خوړلې او له منځه تللې ده خو د دې ډلې وسله وال لا هم په بېلابېلو سیمو کې حملو ته دوام ورکوي.
