روسیې په متقابل اقدام کې د جرمني دوو ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی
روسیې په یوه متقابل اقدام سره اعلان وکړ چې دوه جرمني ډیپلوماتان به وباسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني سفیر ګیزا اندریاس وان ګیر احضار کړی او ورته یې ویلي چې دا دوه ډیپلوماتان اووه ورځې وخت لري چې له دغه هېواده ووځي.
جرمني تېره اوونۍ دوه روسي ډیپلوماتان وروسته له هغه وایستل چې د ډسمبر په څلورمه د فدرال څارنوال دفتر وویل، کافي دلایل شته چې په برلین کې د یوه ۴۰ کلن سړي زلیم خان خانګوشویلي د وژلو امر یا د روسیې حکومت او یا هم د چیچنیا جمهوریت ادارې ورکړی دی.
دا کس د اګست میاشتې په پای کې په برلین کې په یوه پارک کې په ډزو ویشتل شوی وو.
دی پخوا د چچنیايي جلاغوښتونکو په لیکو کې جنګېدلی وو او وروسته يې په ګرجستان کې پناه اخیستې وه. ښاغلی خانګوشويلي څو کاله وروسته له خپلې کورنۍ سره جرمني ته د پناه غوښتلو لپاره تللی وو.