نیجر کې د وسلهوالو برید کې ۷۱ دولتي سرتېري وژل شوي
د نیجر د دفاع وزارت وایي چې د مالي له پولې سره نږدې د دې هېواد پر یوې پوځي اډې په حمله کې شااوخوا ۷۱ سرتېري وژل شوي دي.
دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه حمله کې چې پرون شوې، یو زیات شمېر ترورېستان لهمنځه وړل شوي او د پوځ ۱۲ تنه ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.
د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نهدی اخیستی، خو له اسلامي دولت ډلې او نورو سخت دریځو ډلو سره تړلي وسلهوال اکثره وختونه د دا ډول حملو مسؤلیت اخلي.