د ادبیاتو نوبل جایزې پر ګټونکي اتریشي لیکوال انتقادونه
د نوبل د ادبیاتو د جایزې د ګټونکي اتریشي لیکوال، پیتر هندکې په وړاندې د اعتراض په ترڅ کې بوسنیا او هرزګوېنا او کوسوو ویلي چې نهغواړي هغه دې هېوادونو ته ورشي.
د بالکان په سیمه کې زیات وګړي په دې باور دي چې ۷۷ کلن هندکې د هغو جنګي جنایتونو په اړه چې صربانو په سیمه کې د کورنۍ جګړې پر مهال کړي وو، د عفوې دريځ غوره کړی و.
د سرایوو کورني پارلمان پرون یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساسیې هندکې غیر مطلوب وګړی معرفي شوی.
د بوسنیا د پارلمان غړو همداراز د سویډن د نوبل اکاډمي غندلې چې سږ کالیې د ادبیاتو جایزه هندکې ته چې په بوسنیا کې د مسلمانانو له ډلهییزې وژنې انکار کوي، ورکړې ده.