ایران پر یوې دولتي اداري انټرنټي حمله شنډه کړې
ایراني رسنیو دا خبر د دې هېواد د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي له قوله ورکړی دی.
هغه ویلي، دغه سایبري حمله په لوړه کچه تنظیم شوې وه، خو بیاهم چارواکي په دې اړه پلټنه کوي چې دقیقه اندازه یې معلومه کړي.
ښاغلي جهرمي هغه دولتي اداره نه ده په ډاګه کړې چې دغه حمله پرې شوې او نه یې هم د دې حملې تور په کوم هېواد پورې کړی خو ژمنه یې کړې چې په دې اړه به وروسته یو راپورخپور کړي.
دا نه ده روښانه چې ایا دغه وروستۍ پېښه د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د سایبري حملو د روانې لړۍ یوه برخه ده او که څنګه؟
تهران له دې مخکې د جون په ۲۴ هم د ایران پر ځینو اهدافو د سایبري حملو د شنډولو ادعا کړې وه.
