طالبانو د جوزجان فیض اباد ولسوالۍ کې ۴۰ یرغمل کسان خوشي کړي
طالبانو د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ هغه ۴۰ اوسېدونکي خوشې کړي چې درې ورځې مخکې یې په سیمه کې د ولسي پاڅونوالو له یوه مشرسره د همکارۍ په تور له ځان سره بیولي وو.
د فیض اباد ولسوال الف شاه عطایي نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې دغه څلویښت تنه نن خوشې شوي، خو ۴ تنه نور تراوسه له طالبانو سره یرغمل دي.
د پاڅون کونکو مشر الله بیرن چې د شبرغان او مزارشریف ترمنځ د لویې لارې د امنیت چارې یې سمبالولې، درې ورځې مخکې د شبرغان اندخوی پرلاره په یوه ترافیکي پیښه کې مړ شو.
دغو کسانو غوښتل د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي چې طالبانو برمته کړل.
په لومړي سرکې د جوزجان چارواکو د فیض اباد ولسوالۍ د شاوخوا سلو اوسېدونکو د تښتولو خبر ورکړی و.