چک جمهوریت کې یوه بریدګر شپږ کسان په ډزو ووژل
د چک جمهوریت د اوستراوا ښار په یوه روغتون کې یوه بریدګر شپږ کسان په ډزو وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی دی.
د چک جمهوریت صدراعظم اندرې ببیش دولتي تلویزیون ته وویل چې دا یوه داسي غمیزه ده چې هیڅ ورباندي نه پوهيږي.
ببیش وویل چې ډزې سهار شا او خوا اووه بجې په یوه انتظار خونه کې وشوې.
پولیس وايي دوی د مشکوک کس موټر وموند او کله چې دوی نږدې ورغلل، حمله کوونکي ځان هم په ډزو وواژه. دوی وايي حمله کوونکی دوه څلوېښت کلن وو.
دا له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسي د چک جمهوریت تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل کیږي. په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یوه سړي وروسته له هغه ځان وواژه چې اته کسان یې په ډزو ووژل.