د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ
د افغانستان جاپاني خدمتګار ډاکتر تیتسو ناکامورا ښځه او لور کابل ته تللي او د هغه مړی جاپان ته وړي.ډونالډ ټرمپ وايي د مظاهره چیانو په ځپلو سره د ایران رژیم وحشیانه کار کړی.په عراق کې تر مظاهرو وروسته د نجف اوسیدونکو خپل ښار پاک کړ.ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
