امریکايي سناتور پرې نه ښود د ارمنانو ډله ییزه وژنه، رسما جینوسایډ وګڼل شي
د نوامبر له ۱۳ مې نېټې راهیسې دا درېیم ځل دی چې یو جمهوري غوښتونکی سناتور د امریکا په سنا جرګه کې د دې پریکړه لیک د تصویب مخه نیسي.
کرامر وویل، ده د دې پریکړه لیک چې د کانګرس د استازو جرګې د اکټوبر په ۲۰ مه تصویب کړی، ځکه مخه ونیوله چې دا مناسب وخت نه دی او دا کار به ترکیه هم په غوسه کړي.
کرامر وویل، فکر نه کوي چې د سنا غړي به د ترکیې د سلوک په اړه جدي اندېښنې نه لري، خو دا پریکړه لیک ښايي په بل مناسب وخت کې تصویب شي.
د امریکا په سنا کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند او د استازو په جرګه کې ډیموکراتان اکثریت دي.
په همدې حال کې د کانګرس سرچینو ویلي، سپینه ماڼۍ نه غواړي په داسې حال کې چې له انقرې سره د سوریې په شمال کې د ترکیې د عملیاتو او له روسیې څخه د توغندیو د دفاعي سیسټم د حساسو مسایلو په اړه خبرې کوي، دا پریکړه لیک تصویب شي.
