د امریکا عدلیې وزارت پر یوه روسي تبعه د هکرۍ او بانکي درغلیو تورونه لګولي
ویل کېږي یاکوبیڅ د هغې سایبري جنایتکارې ډلې مشر دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د همدې غیرقانوني کارونو له لارې له سل میلیون ډالرو زیاتې پیسې ترلاسه کړې دي.
له دې سره هم مهاله د امریکا د خزانې وزارت پرون پنجشنبې (ډسمبر ۵مه) د یاکوبیڅ او د هغه پر ورانکارې ډلې چې د ویروسونو د یوې بستې د خپرولو له لارې یې په څه باندې ۴۰ هېوادو کې له کمپیوټرونو بانکي معلومات ټول کړي، بندیزونه اعلان کړل.
د امریکا د عدلیې وزارت چې له بریتانوي چارواکو سره یې یوځای په دې اړه تحقیقات کړي وايي، دې ډلې تر ډېره په امریکا او برتانیا کې د څه باندې ۳۰۰ بانکونو او مالي ادارو کمپیوټرونو ته نفوذ کړی دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغې اطلاع په بدل کې چې په نتیجه کې یې یاکوبیڅ یا ونیول شي او یا محاکمه شي، پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده.
