"د کوچنیانو جنسي ځورونوې په تړاو دې د افغانستان حکومت پرېکنده اقدامات وکړي"
دا خبره مېرمن ویلز پر خپله ټويټرپاڼه لیکلې ده.
دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې بریتانيايۍ ورځپاڼې ګارډين تېره مياشت راپور ورکړ چې د لوګر په ځینو ښوونځیو کې تر پنځو سوو ډېره زده کوونکي هلکان له جنسي ځورونې اغېزمن شوي. راپور کې ادعا شوې وه چې هلته یوه داسې کړۍ فعالیت کوي چې د کوچنيانو په جنسي ځورونه کې لاس لري.
اغلې ویلز ویلي چې جنسي تاوتریخوالی او د بچه بازۍ دود په هېڅ ټولنه کې ځای نه لري.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټويټر پاڼې لیکلي چې د افغانستان حکومت په دې اړه تحقیقاتو ته ژمن دی او سرغړوونکي به مجازات شي.
د هلکانو د جنسي ځورونې راپورونه په داسي حال کې دي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بچه بازۍ په نوم له کوچنیانو جنسي استفاده کېږي.
