ناټو خپله اویایمه کلیزه نمانځي
د ناټو مشران به، په داسې حال کې چې د سرمشریزې په درشل کې یې د غړو ترمنځ د نه یووالي نښې نښانې راڅرګندې شوي، د ټلوالې د راتلونکې په ګډون د ډېرو مسایلو په اړه بحثونه وکړي.
فرانسه، ترکیه او متحدایالات د ناټو لپاره د یوې جلا بڼې غوښتونکي دي.
د ناټو عمومي منشي یینس ستولتنبیرګ د سرمشریزې په درشل کې وویل، ناټو له بدلېدونکې نړۍ سره د بدلېدو په حال کې ده.
هغه زیاته کړه: "زما لپاره دا مهمه ده چې مونږ سره ګورو او دا خبره یقیني کوو چې ناټو به بدلون ته دوام ورکوي ځکه بریالیتوب یې په همدې کې دی چې د نړۍ له بدلون سره یوځای د بدلېدو توان لري."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پوښتنه مطرح کړې چې امریکا ولې باید د لویدیځ ساتنه وکړي.
هغه د ناټو له غړو غوښتي چې د پوځي لګښتونو په برخه کې خپله ونډه زیاته کړي.
ستولتینبیرګ وویل چې له امریکا پرته د ناټو نورو غړو خپل پوځي لګښتونه له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۱۳۰ میلیارد ته لوړ کړي دي.
