ننګرهار کې د ستروسو حاصلات ۲۵ سلنه لوړ شوي
د دغه ولایت د کرنې ریاست ویاند انعام الله میاخېل ازادي راډيو ته وویل، چې تېر کال د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې په۱۳۸ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شول چې سږني حاصلات یې ۳۵۹۰ ټنو ته رسېږي.
ښاغلی میاخېل وایي، په روان کال کې له دغه ولایت څخه د لیموګانو ۹۷۰ ټنه او د غټو لیموګانو ۶۰۴۹ ټنه حاصلات هم راټول شي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست مسولین وایي، هڅه کوي چې د ستروسو د حاصلاتو په زیاتېدو له پاکستان نه د دغه محصول د وارداتو مخه ونیسي.
