چارواکي: په لوګر ولایت کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي
٢٠٣ تندر قول اردو نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات پرون د لوګر په څو سيمو کې شوي دي.
د اعلاميې په حواله، په دغو عملياتو کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې د مولوي محمد بشير حليم په نوم د دوى يو مشر هم په کې شامل دى.
٢٠٣ تندر قول اردو وايي، مولوي بشير حليم په څرخ او په وروستيو کې په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
