ملي امنیت: پر ارګ او دفاع وزارت دوه تنه راکټ ویشتونکي ونیول شول
د دغه ریاست په اعلامیه کې چې ازادي راډيو ته راغلې، پکې ویل شوي چې دغه نیول شوي دوه تنه د حقاني شبکې مربوط او د کابل ښار په قلعه زمان خان سیمه کې نیول شوي دي.
نن دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د اسد ۲۸مه په دفاع وزارت کې د د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې مراسم ونمانځل شول.
په دې مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو ګډون کړی و.
