ټرمپ په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره مذاکرات ستايلي
ډونالد ټرمپ پرون یکشنبه په نیوجرسي کې خبريالانو ته وویل: موږ له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره ډېرې شې خبرې کړي دي.
ويل کېږي چې د زلمي خليلزاد په مشرۍ امریکايي چارواکي او طالبان تر اتم پړاو خبرو وروسته د سولې موافقې ته نږدې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم هیله څرګنده کړې ده چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق ترلاسه شي.
