له بنده د خلیلالله فروزي د خوشې کېدو په اړه د امریکا سفارت غبرګون
جان بس د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل له قوله ورکړل شویو هغو راپورونو ته چې وايي افغان حکومت د کابلبانک پخوانی مشر خلیلالله فروزي د ولسمشر اشرف غني انتخاباتي کمپاین ته د مالي مرستې په بدل کې له وخته مخکې خوشې کړی د اشارې په ترڅ کې پرون پنجشنبه پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې د دې ادعا اورېدو سخت خواشینی کړی دی.
ښاغلی بس وايي، زیات شمیر افغانان په تېره یوه لسیزه کې له دې کبله دردېدلي دي چې د نړیوالو مالي مرستې د شخصي اهدافو لپاره غلا شوي.
افغان حکومت دا ادعاوې رد کړي او د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې د ښاغلي نبیل ادعا عوامفرېبانه او کمپایني ده.
د کابلبانک عمومي مشر شیر خان فرنود چې له فروزي سره یوځای د کابلبانک د فساد په قضیه کې تورن و، په دې وروستیو کې د ناروغۍ له وجې په زندان کې مړ شو.
ښاغلي صدیقي ویلي دي چې فروزي هم سخت ناروغ دی او د عدلي، قضايي، صحي او امنیتي ارګانونو د استازو په ګډون د یوه بنسټ تر نظر لاندې خپل کور ته استول شوی، خو تر جدي څار لاندې دی.
