د امریکا کانګرس دوه مسلمانې غړې اسرائیل ته د ننوتو اجازه نهلري
دا پرېکړه وروسته له هغه اعلانېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل دا به د اسرائیلو ډېره کمزورتیا وي که د کانګرس دې دوو نویو انتخاب شویو غړو ته اجازه ورکړي.
د کانګرس دا غړې رشیده طلیب «Rashida Tlaib» او الهان عمر «Ilhan Omar» نومېږي چې په امریکا کې دننه هم له اسرائیلو سره په مخالفت تورنې شوې دي، خو دوی دا تورونه ردوي.
اسرائیلي چارواکو پرون پنجشنبه وویل، د کانګرس دې غړو ته چې دواړه د امریکا د مقننه قوې لومړنۍ ښځینه غړې دې د ننوتو اجازه ځکه نهورکول کېږي چې د لوېدیځې غاړې د اشغال او له فلسطینیانو سره د چلند په خاطر یې اسرائیل تحریم کړی و.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون وویل چې اسرائیل د هر چا انتقاد مني، خو نه د هغو خلکو چې دا هېواد تحریموي.
