د تاجکستان حکومت یو پخوانی قوماندان په اماراتو کې ونیول شو
خواجه کریموف چې د تاجکستان په پنځه کلنه جګړه کې د حکومتي ځواکونو قوماندان و، په خپل هېواد کې په وژلو، لوټمارۍ، برمته نیونې او یو شمېر نورو جرمونو تورن دی.
د تاجکستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال عمر جان امام علي ازادي راډیو ته وویل چې د عربي متحده اماراتو له حکومت سره د کریموف د ورسپارلو لپاره خبرې روانې دي.
د انلاین "اخبار ډاټ کام" رسنۍ د راپور له مخې کریموف د تاجکستان د حکومت په غوښتنه د جولای په ۳۰مه په متحده عربي اماراتو کې نیول شوی دی.
د تاجکستان د کورنۍ جګړې پر مهال له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۷ پورې نږدې یو لک کسان وژل شوي دي.
