چک جمهوریت وايي پر دوی د سایبري برید تر شا یو بهرني هېواد لاس درلود
د چک د سنا امنیتي کمېټې د سې شنبې په ورځ وویل، د سایبري او معلوماتي امنیت له ملي ادارې یې دا معلومات ترلاسه کړي دي. د دې بهرني هېواد نوم نهدی یاد شوی.
د چک د کورنیو چارو وزیر یان هماڅیک ویلي، چارواکي له دې برید سره له څو میاشتو راهیسې مخ دي. چارواکو په دې اړه ډېر جزئیات نهدي ورکړي.
تر دې مخکې یوې چکي ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د چک د بهرنیو چارو پر وزارت سایبري برید شوی، خو محرم اسناد او معلومات نهدي غلا شوي.
دې ورځپاڼې همدارنګه ویلي و چې دې برید له روسیې سرچینه اخیستې وه.
د چک د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه له تبصرې ډډه کړې.
