زلمی خلیلزاد له اتم پړاو خبرو وروسته واشنګټن ته ستون شو
خلیلزاد په خپله دا خبره پرون شپه په ټویټر باندې لیکلې او ویلي یې دي چې د اتم پړاو خبرې بشپړې شوې.
د امریکا او طالبانو خبرې د اګسټ له درېیمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې وې او د اګسټ په ۱۲مه پای ته ورسېدې.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې دا خبرې ګټورې وې او دواړو مرکچي پلاویو څو ورځې په تخنیکي جزئیاتو تمرکز درلود.
خلیلزاد مخکې د اختر په لومړۍ ورځ ویلي و چې د سولې د یوې تلپاتې او عزتمنې توافقنامې او یوه خپلواک افغانستان لپاره چې نورو هېوادونو ته ګواښ نهوي نهستړی کېدونکی کار کوي.
هغه هیله ښودلې وه چې دا اختر دې د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي.
طالبانو هم اتم پړاو خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې کوي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تر دې خبرو وروسته ازادي راډیو ته وویل ټولې هغه خبرې چې نتیجهیې د جګړې ختم او اوربند وي دوی ته مهمې دي.
