ملي امنیت نن د طالبانو د ۳۵ زند انیانو د خوشې کولو خبر ورکړی
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا څرګنده نښه ده چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره کلک تعهد لري.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا لا نه ده څرګنده چې په خوشې شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو لوړ رتبه غړي شامل دي که د هغوی عادي وسله وال له بنده خوشې شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په وینا کې ویلي وو چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د غړو د غوښتنې پر اساس به د وسله والو طالبانو نږدې نهه سوه بندیان له زندانه خوشې کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.
