خلیلزاد د ناروې له چارواکو سره د افغان سولې په پروسې خبرې کړي
هغه نن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ناروې د خبرو لپاره په اسانچارۍ کې د نړۍ په سطحه مخکښه ده او له افغانستان سره سولې ته په رسېدو کې هم مرسته کولای شي.
ښاغلي خلیلزاد چې پرون یې په اوسلو کې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې ماري اریکسون سوریدي سره لیدلي، هغې ته د افغان سولې د پروسې د اوسني وضعیت او راتلونکي پړاو په اړه معلومات ورکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له دې چې ناروې د همکارۍ ژمنه کړې، د دغه هېواد ستاینه کړې ده.
خلیلزاد او مرکچي پلاوی یې له څو ورځو راهیسې په قطر کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره په خبرو بوخت وو.
له بلې خوا د افغان دولت ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې ارګ ته د امریکا او طالبانو د توافق مسوده لېږل شوې او پکې راغلي چې که دواړو خواوو د اختر په درېیمه یا څلورمه دا تړون لاسلیک کړ، په یوه اوونۍ کې به بین الافغاني مذاکرات د ناروې په اوسلو کې پيلېږي.
