په البانيا کې نن خلک د ښارواليو په انتخاباتو کې خپلې رأيې کاروي
په البانيا کې نن خلک د ښارواليو په انتخاباتو کې خپلې رأيې کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې د واکمن او اپوزيسيون ګوندونو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.
د البانيا د صدراعظم او ولسمشر ترمنځ هم کشمکش روان دى.
د اپوزيسيون عمده ګوندونو د نن ورځې انتخابات بايکاټ کړي او د صدراعظم ايدي راما په رهبرۍ يې سوسيالست حکومت په تېرو انتخاباتو کې په درغلۍ او اداري فساد تورن کړى دى.
راما او حکومت يې دغه ادعاوې رد کړي او د ولسمشر د غوښتنې برخلاف يې د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټينګار کړى دى.
ولسمشر ايلير ميتا ويلي وو چې دغه انتخابات دې د امنيتي اندېښنو له کبله تر اکتوبر مياشتې وځنډول شي.
د اپوزيسيون ملاتړو څو اوونۍ مظاهرې وکړې او د صدراعظم د استعفا او د نويو عمومي انتخاباتو غوښتنه يې وکړه.
دوى له پوليسو سره په شخړه هم اوښتي او په څو مواردو کې يې د انتخاباتو د چمتووالي د ګډوډۍ هڅه کړې ده.