ټرمپ او کېم جونګ اون په سمبوليک ډول روغبړ وکړ
دواړه مشرانو نن پر دې غيرنظامي کرښه لاسونه سره ورکړل، وروسته ولسمشر ټرمپ د لنډې شېبې لپاره د شمالي کوريا قلمرو ته داخل شو.
ټرمپ د امريکا لومړى برحاله ولسمشر دى چې داسې يو اقدام کوي.
دواړو مشرانو بيا لاسونه سره ورکړل او دا وار دواړو په ګډه د جنوبي کوريا خاورې ته ګام کېښود چې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جه اېن هم ورسره ملګرى شو.
ولسمشر ټرمپ وويل، دا د نړۍ لپاره ستره ورځ او زما لپاره د وياړ ځاى دى چې دلته يم.
د شمالي کوريا له رهبر کيم جونګ اون سره د تړلو دروازو تر شا د ٥٠ دقيقو تر خبرو وروسته ولسمشر ټرمپ وويل، دواړو لوريو داسې ډلې تشکيل کړي، په څو اوونيو کې به پر اټمي موضوع خبرې بېرته پيل کړي.
د امریکا او شمالي کوریا رهبرانو تر اوسه دوه ځلي خپلو کې سره کتلي، څو له اټمي وسلو د شمالي کوريا د تصفيې هڅې وهڅول شي.
