عراق: نړیواله ټولنه دې د بیارغونې برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي
عادل عبدالمهدي د شنبې په ورځ په بغداد کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له یو پلاوي سره په لیدنه کې پهدې اړه خبرې وکړې.
دې هییت همدارنګه د عراق له ولسمشر برهم صالح سره هم لیدلي دي.
صالح د امنیت د شورا پلاوي ته ویلي، هېواد یې غواړي د لویو نړیوالو مسئلو په هواري کې مؤثر رول ولوبوي او مختلف او په عین حال مخالف لوري خبرو اترو ته وهڅوي.
بغداد تر اوسه څو ځلي هڅه کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.
د امنیت د شورا له پلاوي سره په لیدنه کې د عراق صدراعظم هم ویلي چې د داعش د وسلهوالې ډلې پرضد جګړه کې باید د ده هېواد قربانۍ له پامه ونه غورځول شي او باید د عراق بیا رغوونه کې مرسته وشي.
د داعش د وسلهوالې ډلې پر ضد جګړو کې په عراق کې ډېرې ویجاړۍ رامنځ ته شوې دي.
نړیوالو تمویلوونکو تېرکال له عراق سره د ۳۰ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه، خو متخصصان او حکومتي چارواکي وايي، د دې هېواد د بیارغونې لپاره اتیا میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
