له فراه دوه موټره هندواڼې اذربایجان ته ورسېدلې
د یاد ریاست اجرائیوي امر حشمت نورزایي نن ازادي راديو ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات زیات وو، خو د خرڅلاو بازار یې نهدرلود.
ښاغلی نورزايي وايي: "له بدهمرغه سږ کال بزګر د هندواڼو په برخه کې زیات زیانمن شول، خو ښه زېری دا دی چې موږ وکړای شول، دوه موټره هندواڼې په نمایشي ډول اذربایجان ته صادر کړو چې نن پلازمېنې باکو ته ورسېدل."
ښاغلی نورزایي وایي، سږ کال په فراه کې د هندواڼو حاصلات شااوخوا یو میلیون ټنو ته ورسېدل.
