د ۲۰ ولایتونو ترمنځ لوبې پکتیا، کندهار او کندز کې پیل شوې
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې به ۱۳ ورځې دوام وکړي: "تېره ورځ د کرکټ لوبې پهدې لړۍ کې هلمند لوبډلې نیمروز لوبډلې ته د ۸۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه، دغه لړۍ به ۱۳ ورځې دوام وکړي."
نوموړي وویل، د ولایتونو ترمنځ د لوبو د پیلیدو هدف د کرکټ د لوبې وده او پرمختګ ښودل شوی دی.
