د ولسي جرګې د ریاست لپاره انتخاباتو ته ۴ تنه کاندیدان دي
فاطمه عزيزي، واقف حکیمي، میرافغان صافي او جاوېد جیهون هغه څلور کاندیدان دي چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره به سيالي وکړي.
د دې موضوع په اړه نن د سې شنبې په ورځ بیا هم په ولسي جرګه کې بحثونه دوام لري او نن وروسته ښايي د رایو لپاره صندوقونه کېښودل شي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې یوه ناندریزه رایه باطله وګڼله او اعلان یې وکړ چې نن د سې شنبې په ورځ به د دوو نویو کسانو تر منځ د انتخاباتو دوهم پړاو وشي.
ولسي جرګې همدا راز ملک قیس نوراغا د دې جرګې د مؤقت رئیس په توګه وټاکه.
