د کونړ والي: چپه دره او ماڼوګي کې ۳۵ داعشي او ۱۶ طالبان وژل شوي
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ازادي راډیو ته وويل، دا نښتې له یوې اوونۍ راهيسې په چپه دره ولسوالۍ او د ماڼوګي ولسوالۍ په لیرې پرتو سیمو کې شوي چې پرون سختې شوي او په نتيجه کې يې ۳۵ داعشي او ۱۶ طالبان ووژل شول.
د کونړ د والي دا ادعاوې تر اوسه په نښتو کې ښکېلو دواړو ډلو نهدي تأييد یا رد کړي.
په کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش ترمنځ د نښتو له کبله د ګڼو ولسوالیو سلګونه اوسېدونکي خپلو کورو پرېښودو ته اړ شوي دي.
