پاکستان: د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پېښو څېړلو ته ۱۰۱۶ محکمې جوړوو
د پاکستان د سترې محکمې رئیس اصف کهوسه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د دولتي ټلوېزیون له لارې خپریدونکې وینا کې وویل، په ټول هېواد کې د ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو د څېړنې لپاره یو زرو شپاړس محکمې رامنځ ته کوي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸میلادي کال په راپور کې په پاکستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت یادونه شوې او ویلې یې دي، د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې د غیرت په نوم له وژنو، جنسي تیریو، د تیزابو له حملو، اجباري ودونو او په کم عمر کې د ودولو په څیر، ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېرمیلادي کال یې پهدې هېواد کې د ښځو سره یوازې د جنسي زور زیاتي ۸۴۵ پېښې ثبت کړي دي.
