ننګرهار کې ۳۳۶ کيلوګرامه نشهيي مواد ونيول شول
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل: "په لومړيو عملياتو کې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ پولیسو وکړل، په نتيجه کې يې ۷۹ کيلوګرامه چرس او ۱۹ کيلوګرامه ترياک ونيول شول.
په دوهمو عملياتو کې چې په روداتو ولسوالۍ کې د استخباراتي مديریت په همکارۍ وشول، په نتيجه کې يې ۲۳۸ کيلو ګرامه چرس ونيول شول. په پام کې وه چې دا چرس يوه ګاونډي ولايت ته قاچاق شي."
د دې نشهيي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور درې تنه نيول شوي دي.
