د خوست چارواکي: په موسی خېل ولسوالۍ کې تر شلو ډېر طالبان نیول شوي
د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "دا ډله چې تاسو ګورئ، د دوی یو مرکز د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شو، هلته یوه اندازه وسلې او مهمات ونیول شول، ۲۳ کسان پکې ونیول شول چې یو یې پاکستانی دی او یو یې وینئ چې د ښځو په جامو کې دی."
ښاغلي پټان زیاته کړه چې د عملیاتو پرمهال اووه طالبان چې مقاومت یې کاوه، ووژل شول او د دې عملیاتو پرمهال افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ویلي.
