ایران د یو شمېر افغانانو د وژنې په اړه د افغانستان اسناد نهدي منلي
ایران د افغانستان لهخوا هغه شواهد او اسناد نهدي منلي چې د افغان پناه غوښتونکو او کارګرو د وژنې او ځورونې د پېښې په تړاو ورسپارل شوي وو. دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون یکشنبه په یوه وېډیويي پیغام کې وکړه. ښاغلی هېواد وايي: "د څېړنو په بهیر کې افغان کمیسارانو اسناد، شواهد او مدارک خپلو ایراني سیالانو ته وړاندې کړل، خو متأسفانه د هغوی د تأیید وړ ونهګرځېدل. افغان حکومت به دا څېړنې د عدالت د تأمین او په دې هدف چې د داسې حوادثو د تکرار مخه په اینده کې ونیسي په ټول... Читать дальше...