د افغانستان د سولې ولسي حرکت وايي چې باید د دوی د یوه وژل شوي غړي د قتل عاملین ونیول شي.
د سولې ولسي حرکت وايي چې د دوی د علماوو د کمېټې غړی او د غزني د برخې مشر مولوي بهاوالدین پرون نامعلومو وسلهوالو وژلی دی.
د دغه حرکت ویاند بسمالله وطندوست نن ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې معلومې دي. افغان حکومت، نړیواله ټولنه او وسلهوال طالبان. موږ له دوی څخه په زغرده غواړو چې د دې پېښې عاملین ونیسي. چا چې زموږ ملګری شهید کړی باید سزا وویني."
د سولې ولسي حرکت غړو تېر کال په... Читать дальше...
په پاکستان کې د مې تر شپږمې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۳۲،۰۸۱ ته رسېدلی دی.
له سیمې څخه یو شمېر راپورونه وايي چې وسلهوالو د روغتون په ودانۍ کې پر ولسي وګړو ډزې کړي
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار د والي ویاند ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن شااوخوا ۱۱ بجې د سیمهییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې شوې.
ښاغلی خوګیاڼی وایي چې چاودنې ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې، خو دا چې څو تنه وژل شوي او څو یې ټپیان دي، تر دې دمه کره معلومات په لاس کې نهلري.
د سیمې یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې د جنازې په مراسمو کې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو استازو هم ګډون کړی و چې په خبرهیې، له... Читать дальше...
په فراه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې، په دې ولایت کې د لومړنۍ ممیز خونې د بنسټ ډبرې په ایښودو سره پیل شو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د یادو پروژو پلي کېدو سره به د بزګرو د کاروبار د پراختیا او د اقتصادي ودې لامل وګرځي.
نوموړي وویل چې بڼوال او بزګر یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت ورکوي او ۹۰ سلنه نور لګښتیې د کرنې وزارت په غاړه دی.
د کرنې وزارت وایي، بزګرانو لپاره د پیازو او کچالو زېرمتونونه هم جوړېږي.
تر دې وړاندې بزګرانو د... Читать дальше...
د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، د کرونا ویروس له راپیدا کېدو وروسته ټاکل شوې چې نن د جلغوزیو لومړنۍ محموله د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادر شي.
د دغه وزارت د عامه اړیکو مسؤلې سعدیه سیرت نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه محموله ١١٠ ټنه وزن لري چې له تېر کال څخه پاتې وه.
مېرمن سیرت وایي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هوایی دهلېزونو له لارې د طبي بوټو صادرات هم پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته له دغه هېواد سره افغان سوداګرو سوداګریزه راکړه ورکړه درولې وه. Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰:۰۰ بجې شوې ده.
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي د ملي اردو په یوه هوایي حمله کې تر ۱۰ زیات وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د بلخ امنیه قوماندان سمونوال اجمل فائز نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دغه حمله تېره شپه د بلخ ولسوالۍ په غونډان سیمه کې شوې ده.
امنیه قوماندان وايي په پېښه کې ۱۱ نور وسلهوال طالبان ټپیان شوي هم دي.
ښاغلی فائز وايي، په دې حمله کې هغه درې ملکیان هم وژل شوي چې له طالبانو سرهیې همکاري کوله.
ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه حمله د قومي مشرانو... Читать дальше...
د امریکا د موټرو د تولید شرکت ټېسلا اجرائیه مدیر وايي دوی به په کالیفورنیا کې د محلي حکومت د هغه امر پر خلاف خپل تولید بېرته پیل کړي چې د کرونا د وبا له کبلهیې د کاروبارونو د تړلو په اړه ورکړی و.
د ټېسلا اجرائیه مدیر ایلن مسک په ټویټر کې د دې پرېکړې له اعلان سره ویلي: "که څوک د دې پرېکړې له کبله نیول کېږي، هغه به یوازې زه یم."
مسک ویلي وضعیت ځکه خورا ګډوډ دی چې د ایالت چارواکو د دغه شرکت پرانیستل تصویب کړي وو، خو محلي چارواکو د دې کار مخه ونیوله.
د ټېسلا اجرائیه مدیر وايي کله چې د امریکا په... Читать дальше...
د سرمقاله لیکونکي په باور، که څه هم جمعیت ګوند له پخوا څخه پاشل شوی، خو د دې جوړجاړي په پایله کې د عبدالله ترڅنګ ولاړ کسان بیا ښايي په هېڅ سیاسي معامله کې ورسره ملګرتیا ونهکړي.
نن به په ایران کې ټولو جوماتونو ته په موقت ډول د بیا پرانیستل کېدو اجازه ورکړل شي.
دا د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو بل اقدام ګڼل کېږي.
د ایران دولتي خبري اژانس د ایران د اسلامي تبلیغاتو د سازمان د مشر محمد قمي په حواله راپور ورکړی چې وايي د جوماتونو د بیا پرانیستل کېدو پرېکړه له روغتیا وزارت سره په مشوره شوې ده.
ښاغلي قمي وروسته وویل چې جوماتونه به یوازې د درېیو ورځو لپاره د روژې مبارکې میاشتې د ځانګړو شپو د درناوي لپاره پرانیستي وي.
په منځني ختیځ... Читать дальше...
خو طالبانو پر ټولنیزو شبکو د جنرال بختاور وېډیوګانې په داسې حال کې چې ګلانیې په غاړه کې دي او خلکیې هرکلی کوي، خپاره کړل.
افغان حکومت وايي، نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د روژې په میاشت او د کرونا ویروس د بحران پر مهال پر حکومت او عامو خلکو د وسلهوالو طالبانو زیاتېدونکي بریدونه او تاوتریخوالی وغندي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي تېره شپه پر خپل ټویټر د دې غوښتنې سربېره په لغمان ولایت کې د ملي اردو پر ځواکونو د طالبانو وروستي برید ته اشاره کړې او هغهیې کرکجن او د غندلو وړ بللی دی.
وسلهوالو طالبانو وړمه شپه د لغمان علیشنګ ولسوالۍ قلعه کوچیانو سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل.
... Читать дальше...
چک جمهوریت رسنیو د هغه سړي هویت په ډاګه کړی چې دوه میاشتې مخکې د روسي ډیپلومات په توګه دې هېواد ته ورغلی او ظاهراً یې په پراګ کې د درې چکي چارواکو د مسمومولو پلان درلود.
د دې سړي په بکس کې د "رایسین" په نوم چې وژونکي زهرجن مواد دي، موندل شوي وو.
د چک جمهوریت یو ټلوېزیون راپور ورکړی چې اندري کانچاکوف دوه میاشتې مخکې پراګ ښار ته ورسېد او له هوايي ډګره د روسیې سفارت ته ولېږدول شو.
کانچاکوف چې ۳۴ کلن دی، دا تورونه ردوي او وايي په بکس کې یې شیریني او د مکروب ضد درمل ځان سره راوړي وو.
په پراګ کې... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د زرګونه کارګرانو پر کارونو لګېدلي محدودیتونه سر له نن ورځې (مې ۱۲) څخه پای ته رسېږي.
پوتین تېره شپه د روسیې د دولتي ټلوېزیون له لارې خپلو خلکو ته وویل، په هېواد کې بهیې جدي تدابیر نافذ وي، خو یو شمېر محدودیتونه به په تدریجي توګه کم شي.
د پوتین په وینا د تدابیرو هر ډول کمېدل یا زیاتېدل به په روسیه کې په نویو بدلونونو پورې تړلي وي.
دا مهال له امریکا، اسپانیا او بریتانیا وروسته روسیه په نړۍ کې په کرونا ویروس څلورم ډېر ککړ هېواد دی. Читать дальше...
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۰ م کال له پیل راهیسې تر اوسه ۲۸۰ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دې سازمان د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۷۸ زره افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې بیا له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو شمېر ۱،۸۰۰ کسان ښودل شوي.
له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې د کمي یو سبب د تورخم او سپین بولدک د لارو تړل کېدل بلل شوي دي.
دا دواړه بندرونه... Читать дальше...
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، طالبانو دې ولایت کې ۴ ملکیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.
په مړو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان هغه مهال مړه او ټپیان شول چې د محمد حسن په کلي کې له جومات څخه کورونو ته روان وو.
هغه زیاته کړه: "په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم او دوه تنه د کلي سپین ږیري مشران دي. په دوو ټپیانو کې هم یوه ماشومه نجلۍ او بل یو ماشوم هلک دی."
په یو جلا پېښه کې د دې ولایت په... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس اټکل کوي چې د کرونا ویروس خپرېدل ښايي افغانستان ته تر یو نیم میلیارده ډالرو مالي زیان واړوي.
سید زمان هاشمي د دوشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، په نږدې ورځو کې به د هغې سروې نتایج خپاره کړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبلهیې افغانستان کې د اوښتو مالي زیانونو په اړه کړې ده.
هغه زیاته کړه: "په دې کې شک نهشته چې د کرونا ویروس پر اقتصادي فعالیتونو، هم په تجارتي هم په غیر تجارتي چارو ناوړه اغېزې کړي. ښايي اټکل وکړو چې تر یو میلیارد یا یو نیم میلیارد ډالرو زیات مالي زیانیې زموږ اقتصاد ته اړولی دی.
یو شمېر هېوادونو د دې اوونۍ په اوږدو کې محدودیتونه کم کړي، خو د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، دې اقداماتو د کرونا ویروس پېښې زیاتې کړې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۲» ازادي راډیو ته وویل، د سیاسي اختلافاتو په هواري سره به د بینالافغاني خبرو اترو لپاره یو پیاوړی ټیم د دولت لهخوا وټاکل شي او په واړه اختر کې له طالبانو سره د اوربند د ټینګېدو هیلهمندي هم ډېره ده.
Спорт в России и мире
Москва
ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга
Путин в России и мире
Москва
Президент России Владимир Путин подтвердил проведение XVI Международного военно-музыкального фестиваля «Спасская башня»
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил о желании построить в Белоруссии вторую АЭС
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Цинизм зашкалил: Елена Зеленская повеселилась в Киеве с герцогиней Эдинбургской
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Маркетолог Родочинская: новая девушка Тимати копирует Решетову ради бизнеса
Москва
RT: Beribit составляет список возврата денег клиентам по неизвестным принципам
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net