تندر قول اردو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د پنځو طالب وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو نن د محمداغې ولسوالۍ په ده نو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې په شا وتمبول شول.
ښاغلی مومند زیاتوي چې په نښته کې د طالبانو د درېیو سرګروپانو په ګډون ټول ۵ وسلهوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
دا پېښه یوه ورځ وروسته له دې شوې چې د شمالي کوریا مشر له څو اوونۍ بې درکۍ وروسته څرګند شو او د ځان د روغتیا په اړه ګنګوسې یې پای ته ورسولې.
ټاکل شوې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې، زرګونه ممیز خونې او د پیازو او کچالو لپاره صفر انرژۍ دغهشان د تازه مېوې مېوې لپاره هم صفر انرژۍ سړې خونې جوړې شي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چې دا ټول به په راتلونکو شپږو میاشتو کې جوړ شي.
نوموړی زیاتوي چې د کرنیزو محصولاتو د بېړنۍ مدیریت د طرحې په چوکاټ کې د صادراتو د نشتوالي په صورت کې به د مېوو د وچولو دستګاوې توزیع او ځینې تازه مېوې او سبزي به په لویو فابریکو کې هم پروسس کېږي.
ښاغلی رستمي وايي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۵۰ سلنه... Читать дальше...
د افغانستان مالیې وزارت وايي، حکومت له کرونا ویروس سره د ګټورې او شفافې مبارزې، د خلکو نه د ملاتړ او عامه هوساینې په هدف د ۸۹،۹ میلیارده افغانیو یوه کڅوړه برابره کړې ده.
د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کڅوړه کې د لګښت پلان او د عوایدو سرچینې شاملې دي.
نوموړی زیاتوي چې د یادې بستې له جملې ۳۳،۱ میلیارده افغانۍ له عادي او پراختیايي بودجې تعدیل شوي چې ۲۹،۷ میلیارده له کارونا ویروس سره د مبارزې او ۳،۴ میلیارده افغانۍ عملیاتي او انکشافي برخو ته ځانګړې شوي چې د تصویب لپاره پارلمان ته لېږل کېږي. Читать дальше...
د هېواد په سرمقاله کې راغلي، امریکا او ناټو له افغانستان سره ستراتېژیک، همدا شان امنیتي او دفاعي تړونونه لري چې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه په مخ یوسي.
انډېپنډنټ ورځپاڼې د امریکا د پوځ ارزونې ته هم اشاره کړې چې وايي په مارچ میاشت کې پر افغان ځواکونو د طالبانو حملې تر هغه حد زیاتې وې چې دوی د خپلو پسرلنیو عملیاتو پر مهال کولې.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې یو متقاعد جنرال کنېت دایتون په اوکراین کې د خپل هېواد د سفارت لپاره کاندید کړي.
امریکا له یوه کال راهیسې په اوکراین کې سفیر نهلري.
د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ د دایتن د کاندیدۍ خبر اعلان کړ.
خو په اوکراین کې د سفیر په توګه د هغه ګومارنه د امریکا د سنا مجلس تأیید ته اړتیا لري.
کنېت دایتون اوسمهال په اوکراین کې د امریکا د پوځي چارو د لوی سلاکار په توګه کار کوي او په جرمني کې د جورج سي مارشال په نوم د یوه مرکز مشر هم دی.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د دایتن د کاندیدۍ هرکلی کړی دی. Читать дальше...
د قزاقستان د مخکېني ولسمشر لور، داریګا نظربایوا د سنا مجلس له ریاسته لیرې شوه.
هغې د تېر کال د مارچ له میاشتې راهیسې پر دې څوکۍ کار کاوه.
خو د قزاقستان ولسمشر، قاسم جومارت توکایف پرون هغه له کاره لیرې کړه.
دریغه نظربایوا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د خپل پلار، نور سلطان نظربایف په مرسته د قزاقستان پارلمان ته ورننوته او داسې ګڼل کېده چې د خپل پلار وروسته به د قزاقستان ولسمشره شي.
نورسلطان نظربایف تقریباً درې لسیزې په قزاقستان کې ولسمشر و. هغه ۷۹ کلن دی خو لا هم د قزاقستان په سیاسي چاپېریال کې له مهمو څېرو ګڼل کېږي. Читать дальше...
د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی چې کېم جونګ اون په عام محضر کې راڅرګند شوی دی.
کېم جونګ اون تقریباً ۲۰ ورځې نهو راڅرګند شوی او له دې کبله د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه بېلابېلې اوازې خپرې شوې وې.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس پرون د مې په ۲مه، وویل چې کېم جونګ اون پلازمېنې پیونګ یانګ ته نږدې د کیماوي کوډ د تولید د یوې فابريکې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
له دې مراسمو په خپروو شویو عکسونو کې کېم جونګ اون له خپلو مرستیالانو سره د خبرو په حال کې او خوشحاله معلومېږي.
د روېټرز خبري... Читать дальше...
د سردار عارف وزیر مړی به نن یکشنبه په دېره اسماعیل خان کې خاورو ته وسپارل شي.
د هغه مړی د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر غړو په بدرګه، پرون له اسلاماباده دېره اسماعیل خان ته ولېږدول شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پرون ماخوستن، په دېره اسماعیل خان کې د خلکو یوې غونډې ته وویل: "دا ظالم، دا جابر دې له ځانه سر وليکي چې پښتونخوا نهشي فتح کولائ. دا غرونه، دا وطنونه، دا زموږ د پښتنو دي."
د منظور پشتین دا بیان پرون پر ټولنیزو رسنیو خپور شو.
په دېره اسماعیل خان کې له دې مراسمو په خپرو... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان "امنستي انترنشنل" پرون د مې په ۲مه د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې سردار عارف وزیر د قتل په اړه څېړنې وکړي.
سردار عارف وزیر په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له وتلو غړو و.
هغه نا څرګندو کسانو د جمعې په ورځ په خېبر پښتونخوا کې وویشت او پرون سهار یې د اسلاماباد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان حکومت دې د سردار عارف وزیر د قتل په اړه خپلواکې او اغېزمنې څېړنې وکړي.
دې نړیوالې ادارې چې د بشري حقونو ملاتړ کوي ویلي چې هغه وګړي چې پر سردار عارف وزیر یې ډزې کړي باید وپېژندل او محاکمه شي. Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند او د طالبانو ویاند پرون، د مې په ۲مه په بېساري ډول پر ټویټر په بحث کې سره نښتي وو.
دواړو دا لفظي شخړه په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه چې په ټپه ولاړ دی، کړې ده.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ پر ټويټر په یوه پیغام کې وویل چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د سولې بهیر پر مخ ولاړ شي، خو که چېرې وسلهوال طالبان حملو ته دوام ورکړي په متقابل عمل به لاس پورې کوي.
ساني لګېټ پر ټویټر ولیکل: "حملې د حملو سبب کېږي او زغم د زغم. که چېرې... Читать дальше...
تر تقریباً ۴۹ ورځو عمومي بندیز وروسته، له دې اعلان سره د اسپانیې په ډېرو ښارونو کې پارکونه او سئکونه له خلکو چې منډې یې وهلې او بایسکلیې ځغلول، ډک شوو.
د افغانستان حکومت په دې هېواد کې د کرونا د وبا د لاخپرېدو د مخنیوی لپاره د بندیزونو د وخت د زیاتولو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په دې هېواد کې د رسمي شمېرو پر اساس، د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
Спорт в России и мире
Москва
Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Елена Рыбакина выступила с критикой в адрес WTA
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве
Путин в России и мире
Москва
Дугин в интервью Такеру Карлсону: "Путин — это традиционный лидер"
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил о желании построить в Белоруссии вторую АЭС
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Цинизм зашкалил: Елена Зеленская повеселилась в Киеве с герцогиней Эдинбургской
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Булат Окуджава
Калужские школьники выступили на фестивале в честь Булата Окуджавы
Москва
Воробьев: строители пообещали благоустроить парк в Черноголовке к середине июля
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net