نا امني او طبیعي پېښې په شمال کې لرغونې سیمې او تاریخي آبدې ګواښي
افغانستان په شمال کې لرغونې سیمې او پخوانۍ آبدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او نا امني یې د ساتنې په وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.
افغانستان په شمال کې لرغونې سیمې او پخوانۍ آبدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او نا امني یې د ساتنې په وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.
داسې اټکل کېږي چې د امریکا او طالبانو استازي به موافقه په قطر کې لاسلیک کړي او له افغانستانه به د نږدې ۱۳ زره امریکايي عسکرو د وتلو مهالوېش هم وسره څرګند شي.
د خپرونې په لیکنه، په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د تاتریخوالي کمول او د قدرت وېش د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو موضوع ده، یو ورک شوی مورد لیدل کېږي او هغه د افغانانو برخلیک دی.
د چین دولتي رسنۍ راپور ورکوي چې د اوهان په ښار کې سر له نننه په سیمهییز وخت د سهار له ۱۰ بجو پر عامه ټرانسپورت بندیز لګولی دی. په دې بندیز کې بسونه، میټرو او بېړۍ شاملې دي، همداراز نورو سیمو ته د الوتکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی. اوهان د نهه میلیونه اوسېدونکو ښار د یوې نوې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ اصلي مرکز دی او د همدې لپاره پر عامه ټرانسپورت موقتي بندیز لګول شوی دی. په هغه راپور کې چې پرون خپور شو، حکومت د ښار له اوسېدونکو هم غوښتي که چېرته ډېره اړتیا نهوي، نورو سیمو ته دې نهځي. ... Читать дальше...
د ازادې اروپا، ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای وایي، د تاجکستان حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی او اجازهیې نهده ورکړې چې د ازادي راډیو تاجکستان څانګه پرته له خنډونو خپل فعالیت ته په دغه هېواد کې ادامه ورکړي. جیمي فلای په یوه لیک کې چې د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر سراجالدین مهرالدین په نومیې د جنورۍ په ۲۱مه استولی، لیکلي دي چې موږ اوس په متبادلې لارې فکر کوو. د ازادې اروپا، ازادي راډيو عمومي رئیس وروسته تر دې دا خبره وکړه چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په تاجکستان کې د تاجک څانګې څلور... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د ولسمشر اشرف غني او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په پرونۍ کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې وشوې. دواړه مشرانو د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې سره وکتل. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې دواړو مشرانو پر هغو موضوعاتو هم خبرې وکړې چې د ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سفر پر مهال مطرح شوې وې. ښاغلی صدیقي وايي: "خاصتاً پر دې بحث وشو چې څرنګه د افغانستان او متحده ایالاتو مشرانو چې کوم بحثونه بګرام کې کړي وو، هغه په راتلونکي... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام کې سبا د افغانستان لوبډله له کاناډا سره مسابقه وکړي. په دې جام کې پرون افغان لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان لوبغاړو لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ آورونو کې یې ۲۶۶ منډې هدف وټاکه، خو د متحده عربي اماراتو ټوله لوبډله د ۱۰۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده. په دې لوبه کې شفیقالله غفاري د مخالف ټیم پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. تر دې مخکې افغان ټیم په دې نړیوال... Читать дальше...
په هرات کې تېر ماښام د ټرافیکي پېښې له امله څلور تنه د یوې ښځې په ګډون وژل شوي دي. د هرات د ټرافیک مدیر غلام سخي حسیني وایي چې ټکر د هرات-اسلامقلعه پر لویه لار شوی. ښاغلی حسیني زیاتوي: "تېز رفتار موټر چې د مشهد له لوري راغلی و، له موټروان سره پهکې څلور تنه وو، له یوه باربري موټر سره چې د لارې په اوږدو کې ولاړ و ټکر وکړ. دا پېښه د ماښام د اوو بجو خواته وشوه." د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وایي چې د دې کسانو مړي روغتون ته انتقال شوي او تر اوسه د درېیو وژل شویو کسانو هویت نهدی معلوم.
ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سویس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ خبریالانو ته وویل: "تاسو وینئ چې په نړۍ کې څه پېښې رامنځته کېږي، نو زموږ هېواد باید خوندي وي."
د افغانستان ولسمشر په دې باور دی چې د طالبانو وسلهوال له جګړو ستړي شوي دي، خو مشرانیې باید له سولې څخه واک ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده ونهکړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.