د قبایلي ضلعو لومړی کتابتون
د کوزه مومندو مېچنۍ بای کور سیمه کې د یو ځايي اوسېدونکي نجیب الله مومند لخوا دغه کتابتون په یوه زړه کوټه کې جوړ شوی چې د کتابونو ډېر مینوال ورځي. نور د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د کوزه مومندو مېچنۍ بای کور سیمه کې د یو ځايي اوسېدونکي نجیب الله مومند لخوا دغه کتابتون په یوه زړه کوټه کې جوړ شوی چې د کتابونو ډېر مینوال ورځي. نور د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو له بیا پیلېدو سره د افغانستان حکومت وايي، که چېرې طالبان په اوربند هوکړه ونه کړي، د سولې روانې هڅې به مناسبې پایلې ته ونه رسېږي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اروپا غږ کړی چې که غواړي په لیبیا کې کړکیچ پای ته ورسیږي، په دې هېواد کې دې د ترکیې د هڅو ملاتړ وکړي. ترکیه په لیبیا کې د طرابلس حکومت ته چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوی، پوځي ملاتړ برابروي. اردوغان دا څرګندونې په هغه کالم کې کړي چې نن په پولیټیکو ویبپاڼه کې خپور شوی. دا د یکشنبې په ورځ په برلین کې تر هغې سرمشریزې مخکې دی چې په کې د لیبیا د ثبات هڅه کیږي. د ډیپلوماتانو له څرګندونو او د یوې اعلامیې له مسودې ښکاري چې په دې غونډه کې به جرمني او ملګري ملتونه... Читать дальше...
د هرات سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د ۲۰ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ته زیاته مرګه ژوبله په کوه زور ولسوالۍ کې اوښتې ده. "د چشت او کوه زور ولسوالیو کې د هوايي توپخانې په دوه بریدونو کې شل تنه وسلوال طالبان وژل شوي، چې ۱۵ په کوه زور او ۵ تنه په چشت کې وژل شوي دي". ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې دا بریدونه پرون جمعه له غرمې وروسته شوي دي. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په افغانستان کې د روانې جګړې په... Читать дальше...
په ایران کې د رانسکورې شوې الوتکې د یو افغان قرباني مړی هرات ولایت ته انتقال شوی. د دغه قرباني کورنۍ د ایران حکومت د ملکیانو په وژنې تورنوي او له ده هېواد غواړي چې دوی ته د سر بیه ورکړي. له هرات ولایت نه د ازادي راډیو خبریال صابر شاپور ویډیو رپوټ لري.
په ولسي جرګې کې د غور ولایت او لویدیځې حوزې استازي له حکومته غواړي چې د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې د هرات ـ غور ترمنځ د ۱۰۰ کیلومتره سړک قیر کولو ته پام وکړي.
د ننګرهار دیني عالمان وایي، د جګړې ښکېلې خواوې دې د سولې فرصت له لاسه نه ورکوي او د بې ګناه خلکو له وژنې دې لاس واخلي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر پیغام کې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته خبرداری ورکړی چې په خپلو بیانونو کې دې له احتیاطه کار واخلي.
د ننګرهار دیني عالمان وایي، د جګړې ښکېلې خواوې دې د سولې فرصت له لاسه نه ورکوي او د بې ګناه خلکو له وژنې دې لاس واخلي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د عملیاتي پلان جوړولو په هدف د معلوماتو سپارلو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي ضد او نقیضې څرګندونې کوي.
د افغانستان په جنوبي ولایت زابل کې د برښنا شرکت د پنځو کارکوونکو وژل کېدو د حکومتي چارواکو، خلکو او بهرنیو ډیپلوماتیکو استازوليو منفي غبرګونونه راپارولي دي.
د پاکستان کرکټ نویالی لوبغاړی عمران خان جونير د سوات دی. نوموړی وايي چې په لومړۍ نړیواله لوبه کې په اخري اوور کې پاکستان ته لوبه ګټلې وه او هغه به یې تل یاده وي. عظمت علي شاه له عمران خان جونیر سره ویډیويي مرکه کړې ده.
په سېنېټ کې د اپوزېشن ګوندونو سېنېټرانو دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۷مه د سېنېټ غونډې پر مهال د مېرمنو د حقونو په اړه پر یو رپورټ د بحث پر مهال کړې دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي، دوی هیله لري چې د جنورۍ میاشتې تر پایه به له امریکايي مرکچیانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې نن د ښاغلي شاهین دا څرګندونې وروسته له هغې خپري کړي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي په قطر کې له طالب استازو سره تازه دوه ورځنۍ خبرې کړې دي. ښاغلي شاهین ددې دوه ورځنیو خبرو په اړه پر خپلې ټویټرپاڼې ویلي، د جنورۍ په ۱۶مه او ۱۷ مه دا خبرې ګټورې وې. نوموړي ویلي، خبرې د سولې د هوکړې لاسلیکولو په مراسمو متمرکزې وې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. Читать дальше...
مشال راډيو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې په "ځوانانو غږ" خپرونه کې د ځوانانو پر لاسته رواړنو، تعليم، روزګار، روغتيا، سپورټس او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. پر دې سربېره په دې خپرونه کې پر سوله، د ترهګرۍ او سختدريځۍ مخنيوی، قبايلي سيمو کې اصلاحات، انتخابات او په نورو چارو کې د ځوانانو پر رول په وار وار خبرې شوې دي. د مشال راډيو د ۱۰مې کاليزې مېلمانه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه ثنا اعجاز، د دې غورځنګ يو بل مشر او مخکښ محسن داوړ، د ټولنيزو رسنيو فعال ضياوالله همدرد، د عوامي نېنشنل ګوند د ځوانانو څانګې مشر... Читать дальше...
په فراه کې د ملي اردو چارواکي وايي، دغلته په یوه هوايي برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي. په فراه ولایت کې د ملي اردو د دویمې لېوا ویاند حشمت الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید د جمعې په ماښام د فراه ښار په کاریز سیمه کې شوی دی. "تېره ورځ د افغان ځواکونو په همکارۍ د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په هوايي برید کې څلور تنه طالب وسله وال وژل شوي دي". د ښاغلي احمدي په وینا په دې هوايي برید کې یو وسلوال ټپي شوی هم دی. طالبانو تر اوسه په دې برید کې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت شورا، په دغه هېواد کې د سولې راتګ د سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډيونو هېوادونو په رښتیني همکارۍ پورې تړلی ګڼي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د فوټسال له نولس کلونو کم عمره نجونو لوبډله به په اسیايي سیالیو کې لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ له قرغزستان سره ترسره کړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې د فوټسال دغه لوبه به د تاجکستان په مرکز د دوشنبې په ښار کې پیل شي. نوموړي وویل، په یادو لوبو کې د افغانستان، قرغزستان ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې ګډون وکړي. د فوټسال دغه اسیايي لوبې د جنورۍ په ۲۴ مه پیل او تر ۲۹ مې دوام کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د جنورۍ پر ۱۷مه په واشنګټن کې له خپل امريکايي سيال مايک پامپيو سره پر افغان سوله ، دوه اړخیزو اړیکو، د منځني ختيځ پر کړکېچ او د سيمې پر نورو حالاتو خبرې کړي دي.
د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړي وايي ، حکومت د باران او واورې له کبله ځپل شوي خلک یوازې پرېښې دي.
د پاکستان د پنجاب صوبې په راولپنډۍ کې یو عدالت د تحریک لبیک پارټۍ ۸۶ غړو ته په دې تور د ۵۵ کاله بند سزا اورولې ده چې د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې یې د لاریونونو پر مهال تشدد کړی وو.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي. د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري نن ازادي راډیو ته وویل، په همدې هدف د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې د جلغوزیو او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید له پاره ۳۶۰ بزګرانو ته کورنۍ قوریې جوړې شوې دي. نوموړي وویل، هر یوه قوریه د شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه به پر ځنګل وپوښل شي. د دې پروژې ټولیز لګښت ۱۴.۵ میلیونه افغانۍ... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، سر له نن شنبې به په کابل ښار کې د ګازو په قیمت کې د پام وړ کموالی شي. د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل: "په کابل ښار کې د عمده پلورونکو خصوصي شرکتونو له لوري له نن شنبې یو کیلو ګاز له ۵۶ افغانیو ښکته خرڅيږي. هغه وطنوال چې اړتیا لري کولای شي چې له دغو شرکتونو څخه ګاز واخلي." نوموړي وویل، د ګازو بیه د سوداګرۍ خونې په همکارۍ راټېټه شوې او دوی له ټولو خصوصي شرکتونو هم غوښتي چې د ګازو بیې راټېټې کړي. په ورته وخت کې د افغانستان د نفتو... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو او دغه شان په دغه هېواد کې د داعش ډلې د راڅرګندېدو څرنګوالي په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
واشنګتن ایګزمینر ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو په افغانستان کې د لنډمهالي اوربند وړاندیز کړی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.