خامنه یي د سلیماني د جنازې د لمونځ امامت وکړ
د ایران د قدس ځواکونو پخواني مشر قاسم سلیماني د جنازې لمونځ نن په تهران کې وشو. د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي د سلیماني د جنازې د لمانځه امامت وکړ. د سلیماني جنازه سبا خاورو ته سپارل کیږي.
د ایران د قدس ځواکونو پخواني مشر قاسم سلیماني د جنازې لمونځ نن په تهران کې وشو. د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي د سلیماني د جنازې د لمانځه امامت وکړ. د سلیماني جنازه سبا خاورو ته سپارل کیږي.
د ایران د قدس ځواکونو پخواني مشر قاسم سلیماني د جنازې لمونځ نن په تهران کې وشو. د امریکا ولسمشر پر عراق د بندیزونو تهدید کړی دی. په کینیا کې د الشباب ډلې په حمله کې درې امریکایان وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر جان بس دوه کلن ماموریت نن پای ته ورسېد او له کابله واشنګټن ته روان شو.
ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي قومندان عبدالستار غوربندي د کورنۍ له غړو سره لیدلي او امر یې کړی چې یو پلاوی دې د هغه د وژل کېدو قضیه وڅېړي.
په نوښار کې "کوټلي کلان صالح خانه" د خیبر پښتونخوا تر ټولو شتمن کلی ګڼل کېږي. په هغه کلي کې د پاکستان د شاوخوا ټولو بانکونو څانګې فعاله دي. دا چې د کلي د خلکو د شتمنۍ راز څه دی؟ ځواب یې په ویډیو کې.
د خوست د کارخانو مالکان وايي، افغان حکومت دې په شخصي څانګه کې د پانګونې پراختیا په موخه ورته ځمکه او برېښنا ورکړي. دوی وايي، په ولایت کې شاوخوا ۱۲۰ وړې او د منځنۍ سطحې کارخانې دي چې زرګونه کسان پکې کار کوي. دوی وايي که اسانتیاوې ولري، شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته د کار موقع برابرولای شي. ویډیويي رپورټ.
د جنورۍ پر پېنځمه په کوټه کې د افغان کډوالو لپاره له احمد شاه بابا عالي لېسې څخه د زده کوونکو د فراغت غونډه وشوه چې ورته افغان کونسل جنرل وحید الله مومند هم ورغلی وو. سږکال له لېسې څخه ۵۳ نجونه او هلکان فارغ شول. زده کوونکي وايي، د ښوونځي د کتابونو نه لرلو ترڅنګ له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي. ویډیويي رپورټ.
دغه تسلیم شوي طالب وسله وال د ننګرهار چارواکو د ملي امنیت ریاست په انګړ کې د جنورۍ په شپږمه نېټه د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د خبریالانو پر وړاندې ودرول.
په داسې حال کې چې په سلګونو زره ویرکونکو نن په تهران کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی، د هغه د وژل کېدو پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکیچ په چټکۍ مخ په زیاتېدو دی.
د پاکستان بهرینو چارو وزیر سېنېټ ته په خپله وینا کې ويلي چې خپله خاوره به د بل رياست خلاف استعمالېدو ته پرېنږدي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي تصمیم لري چې د هیواد د پوهنې نظام له سیاسته لیرې وساتي او دغه شان پراخ مسلکي اصلاحات په کې رامینځته کړي.
پر افغانستان سربېره نور هېوادونه هم دي چې له دغو دویم لاس جامو استفاده کوي. د دوی ګمان ده چې دغه جامې ګرمې او کلکې دي. لېمه هادي په دې اړه راپور لري.
د لوبو له میدانه د دې اونۍ په خپرونه کې له ښاغلي فیضي سره مرکه اورېدلای شي.
د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونو مسئولانو ته هم د اړوند ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون معلوماتي سیسټم ته لاسرسی ورکړل شو.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته خبرداری ورکړ چې که امریکایي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي، سخت بندیزونه به پرې ولګوي.
کابل کې د ژمي سوړوالي د سوالګرو او کارګرو ماشومانو ژوند سخت کړی. یو شمېر سوالګرو او کارګرو ماشومانو ازادي راډيو ته وویل چې د کمزوري اقتصاد له امله اړ دي د ژمي ساړه په ځان ومني او د کورنۍ نفقه برابره کړي. عکسونه: په کابل کې د ازادي راډیو خبریاله فېروزه عزیزي
سېنېټر رضا رباني خبرې غونډې ته وويل، چې په وړاندې شوې مسوده کې نيمګړتياوي شته خو البته هغه په ګوته نه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته خبرداری ورکړ چې که امریکایي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي، سخت بندیزونه به پرې ولګوي.
د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د عراق پارلمان په یکشنبه له خپل هېواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو پرېکړه لیک ته رایې ورکړې.
قادر فرخ چې د تمثیل په ډګر کې یې د استادۍ رسمي لقب درلود، تېره شپه د زړه د ناروغۍ له امله ومړ. نوموړي په ګڼو سینمايي فلمونو، تیاترونو او تمثیلي ټوټو کې رول لوبولی دی. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزات د قادر فرخ مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي. د دغه وزارت ویاند صابر مومند وویل: "قادر فرخ تېره شپه لس بجې د زړه د ناروغۍ له امله د ترکیې په یو روغتون کې ساه ورکړه. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ ورارت د نوموړي مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او... Читать дальше...
پخوانی جهادي قومندان آمر ستار غوربندي وژل شوی دی. په پروان ولایت کې مسئولې سرچینې د دې خبر په تائید سره وايي، آمر ستار غوربندي د پروان ولایت په غوربند دره کې د طالبانو پرضد له مطرحو قومندانانو له ډلې و چې تېره شپه د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې له خپلو لسو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی. د پروان د والي ویانده وحیده شهکار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د دې پېښې لامل نه دی څرګند شوی او دوی د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسئولیت پر غاړه نه ده اخیستی. بل... Читать дальше...
سپينې ماڼۍ کانګرس ته د تېرې جمعې د بې پېلوته الوتکې د حملې په اړه رسمي اطلاع لېږلې ده. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر په هغه حمله کې د ايران د قدس ځواک قوماندان قاسم سليماني، چې هغه شېبه په عراق کې په سفر کې و ووژل شو. دغه اطلاع پرون امريکا د ١٩٧٣میلادي کال د جنګي د قدرتونو د قانون له مخې لېږل شوې ده. دغه قانون له جمهوري رياست څخه غواړي چې د پوځي اقدام يا هم نورو راروانو اقداماتو په صورت کې په ٤٨ ساعتونو کې دننه د کانګرس پوځي کمېټې ته احوال ورکړي. سپينې ماڼۍ د دې موضوع په اړه له تبصرې ډډه کړې. Читать дальше...
د ليکنې په پيل کې راغلي، په افغانستان کې دېره شااوخوا ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېري ونهتوانېدل د کرسمس او د نوي ميلادي کال د جشن پر مهال د خپلو کورنيو له غړو سره يوځاى يوه مېز ته کېني.
وړاندې راغلي، د افغانستان په لویو ښارونو کې د جنګ او تشدد د کموالي په تړاو د طالبانو د رهبرۍ توافق ظاهراً د سولې هوکړې پر سر خبرو ته فرصت برابر کړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټرافیکي پېښو کې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی. د دې وزارت ویندوی ډاکتر نظام الدین جلیل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د تېر میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۲۰ زره ډېر کسان په ټرافیکي پېښو کې ژوبل شوي دي. هغه زیاته کړه: "د ۲۰۱۹ په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره ټرافیکي پېښې شوي چې د هغو له کبله نژدې ۳۰۰ تنه مړه شوي او کابو ۲۰ زره ژوبل شوي دي." ډاکتر جلیل وویل چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د دوهمې نیمايي د ټرافیکي پېښو د مرګ ژوبلو راپور به په راتلونکو څو ورځو کې خپور کړي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.