د امريکا مرستياله وزيره اېلس وېلز د پاکستان په سفر ده
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياندې عايشه فاروقي د جنورۍ پر ۱۹ مه نېټه ويلي چې اېلس وېلز به له پاکستاني چارواکيو سره د دواړو هېوادونو په دوه طرفه اړيکو خبرې وکړي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياندې عايشه فاروقي د جنورۍ پر ۱۹ مه نېټه ويلي چې اېلس وېلز به له پاکستاني چارواکيو سره د دواړو هېوادونو په دوه طرفه اړيکو خبرې وکړي.
هغه په ۲۰۱۸ ک کال کې وروڼو په پړيو تړلی وو او پلار يې دواړه سترګي ور اېستلې وې. د هغه ګناه دا وه چې له يوې نجلۍ سره يې د مينې واده کول غوښتل.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو په اړه یوه پېشنهادي ټولګه افغان حکومت ته وړاندې کړه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې د تروریستي فعالیتونو، وسله والو شوکو، د مخدر موادو د قاچاق او اختطاف په تورونو ۷۶ کسان نیولي دي. د ملي امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي چې په دې ډله کې د سمیع الله په مشرۍ د طالبانو د ماین جوړوونکو یوه پنځه کسیزه ډله هم له ده سبز ولسوالۍ څخه نیول شوې. په خبرپاڼه کې راغلي چې دې ډلې د ده سبز ولسوالۍ په ځینو سیمو کې یو شمېر پوځي او ملکي موټر په ماینونو الوزولي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د ملي امنیت د ځانګړو... Читать дальше...
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په مومندرې ولسوالۍ کې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې په مومندرې ولسوالۍ کې د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته به په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په مقصد امنیتي پوستې هم جوړې شي.
په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيي. په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. د دغې کمېټې مسؤلینو نن له رسنیو سره د خپل کلني راپور د شریکولو پرمهال وویل چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ختیځ زون په کچه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پروړاندې د... Читать дальше...
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د دولت وسله وال مخالفین سخت ځپل شوي دي. دوی وايي سږ کال په روانو پوځي عملیاتو، د شبې له خوا چاپو او هوايي بریدونو کې سلګونه وسله وال طالبان او د هغوی قومندانان وژل شوي او یو شمیر یې ژوندي نیول شوي دي. د دوی په خپره، په دغه وسله والو کې عرب، پاکستاني، چیچنیايي او نور بهرنیان هم شامل دي. د غزني والي وحیدالله کلیمزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "تر اوسه پورې تر شپاړس سوه پورې وسله وال وژل شوي او دېر شمېر ټپیان شوي هم دي. وسله... Читать дальше...
د څه باندې لسو هېوادونو استازي نن په جرمني کې سره راغونډ شوي او په ليبيا کې د روانې شخړې د حل پر لارو چارو خبرې کوي.
د ايران يوه چارواکي خبردارى ورکړ، که اروپايي قدرتونه همکاري ونه کړي، ايران به هم د اټومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره پر خپله همکارۍ له سره غور وکړي.
د افغانستان په ختيځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولین وايي، په ۲۰۱۹م کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي چې د ۲۰۱۸م کال په نسبت پکې ۱۳ اعشاریه ۲۲ سلنه کموالی راغلی دی.
په کلیو او بانډو کې تر ډېره، د خوښیو محفلونه په چمبو ګرم وي. خو نن سبا د ساز د دې الې بازار چې غږونکي یې تر ډېره نجونې او ښځې دي څنګه دی؟ د ازادي راډیو خبریاله لیمه هادي پرې راپور لري:
د ازادي راډیويي مجلې په خپرونه کې د اکاډمیسن سلیمان لایق په ژوند، په هنري او فرهنګي، طلايي موسم، فن، لنډې کیسې او وریښمین خیال په اړه بېلابېل مطالب وړاندې کېږي.
د ولسمشر غني دویم مرستیال د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د احتمالي لاسلیک وړاندې وايي، که دا هوکړه د امارتي یا هم استبدادي نظام د راتلو لامل شي، جګړه به ورسره لا زیاته شي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ موافقه چې د لاسلیک کېدو خبرې یې کېږي، د افغانستان له حکومت سره مستقیماً ارتباط نه لري، خو دوی یې له جریانه خبر دي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې په ټول هېواد کې ۴۰ رسنۍ د مالي او امنیتي ستونزو له امله تړل شوي.
د اسپانیا لالیګا لیګ د ۲۰مې اونۍ په سیالیو کې تېره شپه ریال ماډریډ ۲ د ۱ پر وړاندې سویاته لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا سیالي تېره شپه ترسره شوه. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره دواړه ګول وهني کاسمیرو د لوبې په ۵۷ مه او ۶۹ مه دقیقه کې ترسره کړې. د سویا لپاره بیا یوازینی ګول لوک ډي جانګ د لوبي په ۶۴تمه دقیقه وواهه. د دې لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي نن شپه ۱۲:۳۰ دقیقې بارسلونا د ګراناډا فوټبال ټيم سره لوبیږي. دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیو کمپ کي ترسره کېږي. بارسلونا به نننۍ لوبه... Читать дальше...
د پاکستان د ملي لوبډلې کرکټر سهېل خان د سخاکوټ دی او وايي چې د سیمې په شاړو کې یې لوبه زده کړې او بیا د کراچۍ کرکټ اکېډمۍ ته ولاړ چې ځان د نړیوالو لوبو لپاره چمتو کړي. دی وايي، تر روزنې وروسته یې یو بیټسمین ته توپ (بال) اچاوه او هغه یې په هېلمېټ وویشت چې ورسره هغه بېهوښه شو. سهېل خان وايي، دا حالت یې چې ولید نو له لوبغالي وتښتېد. د ده نورې خبرې په ویډیويي مرکه کې.
د عقابان هندوکش د فوټبال لوبډلې لوبغاړی عمران ولي زاده د کمبودیا په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل، چې له ښاغلي عمران ولي زاده سره یو کلن تړون شوی. نوموړي وویل، له مصطفی ځاځي وروسته دا دویم افغان لوبغاړی دی چې د کمبودیا د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي. عمران ولي زاده به د ۲۰۲۰ میلادي کال ترپایه په دې سیالیو کې ولوبیږي.
د هرات د غېږنیونې او بلکورش لوبډله د آسیايي سیالیو اتله شوه. د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې د بلکورش یا غيږې نيونې دغه سيالۍ په ایران کې ترسره شوي دي. نوموړي وویل، افغان لوبډلې له ایراني، ترکمنستاني، آذربایجاني لوبغاړو سره تر لوبو وروسته دوه د سرو زرو او درې د برونزو مډالونه هم ګټلي دي.
د پاکستان په سېنېټ کې د اقلیتونو د مذهب بدلولو د مخنیوي کمېټۍ مشر انوارالحق کاکړ وايي، د جبري ودونو او مذهب دلولو زیاتې په سیند کې کېږي چې هغوی یې د مخنیوی هڅه کوي.
هر کال یو شمېر هېوادونه افغان ځوانانو ته بورسونه یا سکالرشیپونه ورکوي چې دا سکالرشيپونه د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د تحصیلي دورو لپاره وي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، چې تر اوسه له دوی سره د استېناف غوښتنې ۴۷۰۰ قضیې ثبت شوي.
د کندز ولایت د سرحدې ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې هرکال د سیلابونو له امله امو سیند د استوګنې کورونو، کرنیزو ځمکو او باغونو ته درانه زیانونه اړوي. د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر اوسېدونکي غلام جیلانې په دې اړه وویل: "هرکال چې د سيند اوبه زیاتېږي، زموږ د اوبو بندونه او ځمکې له ځان سره وړې، ځکه د امو سيند د غاړې په اوږدو کې تحکیمات نه دې ترسره شوي او له کبله یې هرکال د سېند اوبه خلکو ته درانه مالی زیانونه اړوي." دوی پر دولت غږکوي، چې د امو سېند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې... Читать дальше...
افغان فلم جوړوونکی سیلم شاهین له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په زندان کې دی، ابتدائیه محکمې پر هغه درې کاله، خو د استېناف محکمې بیا د هغه د بند موده دوو کلونو ته راښکته کړه.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.