له وسله والو پاکو سیمو کې امنيتي پوستې جوړوو: میاخېل
مياخېل: موږ چې څومره عملیات په ننګرهار کې کړي، هلته موږ دايمي پوستې اچولې دي. هلته مو د پوستو د حمايه کولو په خاطر بېزونه جوړ کړي دي.
مياخېل: موږ چې څومره عملیات په ننګرهار کې کړي، هلته موږ دايمي پوستې اچولې دي. هلته مو د پوستو د حمايه کولو په خاطر بېزونه جوړ کړي دي.
د پاکستان د پوځ د ویاند ټويټ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر محسن داوړ غبرګون، په ایران کې پر لاریون کوونکو د پولیسو ډزې، په فلپین کې د اتشفشان غره فعالېدل، د لیبیا د سولې خبرې او د تبت نوی کال له ازادي ستوډیو.
په قامي اسمبلۍ کې د قبایلو ځینې استازي وايي، په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډېدو وروسته یې په سیمو کې له ژمنو سره سم، پرمختیايي کارونه نه دي شوي. د دوی په وینا، حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې د روان کال بودیجې د پرمختیايي پیسو یوازې اووه فیصده برخه لګولې. خو د واکمن تحریک انصاف سیاستوال وايي، حکومت په قبایلو کې یو شمېر پروژې پیل کړي. ویډیويي رپورټ.
په برلین کې بلشویکي قیام، په روسیه کې کورنۍ جګړه، د هوا له لارې د اقیانوس اطلس پر لور لومړنی نادرېدلی حرکت، او هره ورځ په زپلین(یو ډول هوايي کښتۍ ده) تګ راتګ سره دغه تصویرونه اخیستل شوی چې ډېر کم لیدل کېږي. دغه تصویرونه هغه پېښې او لحظې ښيي چې یو قرن مخکې خلکو ژوند څرنګه وو.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه بشپړه شوې او ژر به لاسلیک شي.
د زراعت برخې استادان اندېښنه لري چې په ژمې کې په ونو واوره ورېدنه او بیا د ډېر وخت لپاره یې پاتې کېدل د ونو د ماتېدو او د اکسیجن د خنډ لامل ګرځې. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد په دې اړه ویډیو رپوټ جوړ کړی دی.
په ایران کې د افغانستان سفارت د هغو کسانو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې چې په هغه هېواد کې د اوکراینې الوتکې د رانسکورېدو په پایله کې وژل شوي دي.
لاهور های کورټ دا فيصله د جنرال مشرف له خوا په ورکړل شوي هغه درخواست ورکړې چې پکې نوموړي د ځانګړي عدالت جوړول چېلنج کړی وو.
امریکا په ۲۰۱۸م کال کې له اټومی تړونه ووته او پر ایران یې یو وارې بیا سخت بندیزونه عملي کړل.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان هېڅ امنیتي مسئول ددغه هېواد د هېڅ وګړي د وژلو حق نه لري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د یو شمېر محلونو رأی شمېرنه کېدای شي د انتخاباتو پر پایلې لږه اغېزه ولري.
له مردانه شاوخوا ۲۰ کیلومیټره لرې، د شمال لوري ته د جلالا په لوی خوړ کې ټول کال اوبه بهېږي. د سیمې اوسېدونکي وايي پخوا دلته ګودر وو چې خلکو به ورڅخه په لوړه پرتو کورونو ته اوبه وړې. هم هغه وخت یوه ټپه مشهوره شوې وه چې: د جلالا ګودره وران شې ... په جینکو دې سالنډی ولګاونه. ښايي همدا ښېرا وه چې د جلالا ګودر اوس نشته خو خلک سیل ته ورځي. نور په ویډیو کې.
د کاناډا وزير اعظم جسټن ټروډو د ۵۷ کاناډايي وګړيو په ياد کې د شوګېرې (شمعو بلولو) پر مهال وويل چې تر هغو به ارام نه کوي چې د پوښتنو ځوابونه نه وي ورکړل شوي.
ټاکل شوې چې نن په مسکو کې د لیبیا د طرابلس د حکومت او د جنرال خلیفه حفتر ترمنځ اوربند لاسلیک شي.
په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. چارواکي په ټوله صوبه کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو راپور ورکوي.
د بلوچستان په پښتنو سیمو کې تر اوږدمهاله وچکالۍ وروسته ورښتونو د سیمې کروندګر او مالداران خوشاله کړي دي. دوی وايي، دا ځل هیله لري چې تر پسرلي مخکې به یې سیمه سمسوره شي. وچکالۍ د سیمې کروندې او باغونه زښت اغېزمن کړي ول او خلکو نورو ښارونو ته کډې کړې وې او مزدورۍ یې کولې. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
اسد شپږ کاله مخکې د فاریاب په مرکز میمنه کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو، خو بوره مور یې زلیخا د خپل زوی په یاد د هغه امبولانس موټر پاکوي چې هغه یې ډرېور و. د مېرمن زلیخا نورې خبرې په دې ویډيویي راپور کې وګورئ چې اکرام کرم چمتو کړی.
د نړۍ زياتو معتبرو ورځپاڼو او خپرونو په کندهار کې د دوو امريکايي سرتېرو پر وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو پر عواقبو ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې ترډېره په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل استعفا، په ایران کې د یوې اوکرینۍ الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې د افغانانو په وژل کېدو او د ټاکنیزو شکایتونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
د ګرجستان د جلا شوې ابخازیا سیمې مشر راول خاجیمبا له خپلې څوکۍ استعفی وکړه. د ګرجستان په دې سیمه کې سلګونه مظاهره چیانو د څلورمې ورځې په مخه پرون هم د جمهوري ریاست د ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي و. دوی د دې لپاره مظاهرې کوي چې وايي راول خاجیمبا تېر سپټمبر په ټاکنو کې په درغلیو مشري ته رسیدلی دی. ابخازیا د ۲۰۰۸ کال په اګست کې وروسته له هغه له ګرجستانه نیمه خپلواکي ترلاسه کړه. د روسیې د امنیت شورا د یوه مرستیال په شمول یوه ډله پرون د تازه رامنځته شوې لانجې د هواري لپاره ابخازیا ته رسیدلې، څو د مظاهره چیانو او سیمه ییزې ادارې منځګړیتوب وکړي. Читать дальше...
د لبنان حزب الله ډلې ویلي چې د قاسم سلیماني د غچ اخیستلو وخت رسېدلی، خو له سیمې د امریکايي ځواکونو لرې کول اوږد مزل غواړي. دا خبره پرون د دې ډلې رهبر حسن نصرالله په یوه ټلویزیوني بیان کې وکړه. نصرالله دا ادعا هم وکړه چې ګواکې د قدس ډلې وژل شوي قومندان قاسم سلیماني د امریکا پر سفارتونو د بمي بریدونو پلان درلود. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې ویلي و سلیماني ځکه عراق ته په رسېدو ووژل شو چې پلان یې درلود د امریکا پر سفارت بمي برید وکړي. امریکايي چارواکو د حزب الله ډلې د تازه دریځ په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...
د عراق په یوې هوايي اډې پرون لږ تر لږه اوه هاوانونه لګیدلي چې پکې څلور عراقي سرتیري ټپیان شوي. په بغداد کې د بالاد په هوایي اډې کې چې پرې د هاوان مرمۍ لګېدلي یو شمېر امریکایي پوځيان هم مېشت دي. چا تر اوسه د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی. په عراق کې د ایران له ملاتړ برخمنې ملېشه ډلې پر امریکايي پوځيانو د بریدونو مسئولې بلل کیږي. په عراق کې په دې هوايي اډې داسې وخت بریدونه شوي چې د امریکا او ایران کړکیچ اوج ته رسېدلی. ایران تېره اوونۍ د چهارشنبې په سهار وختي په عراق کې د امریکا دوه پوځي اډې په راکټونو وویشتلې. Читать дальше...
پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د دغه هېواد حکومت د پښتنو په وړاندې "له ظلمه ډک چلند" نه دی بدل کړی. هغه دا خبره پرون د پښتون ژرغونې غورځنګ زرګونه غړیو او پلویانو ته په وینا کې وکړه. د پښتون ژرغونې غورځنګ غړي او پلویان چې شمېر یې شل زره ښودل شوی پرون د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو کې راټول شوي و. د دوی ترمنځ ګڼ داسې خلک و چې د کورنۍ غړي يې تري تم شوي. د غونډې ګډونوالو امنیتي ادارې تورنې کړې چې د خلکو په ورکولو کې لاس لري او د پښتنو ځورونه نه بندوي. ښاغلي پښتین... Читать дальше...
نن دوشنبه د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د شکایتونو د ارزولو وروستی ورځ ده. د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ویلي چې د ورځې تر پایه به په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د رسیدګۍ او پرېکړې پروسه بشپړه کړي. د دغه کمېسیون یوه کمېشنر سیدقطب الدین رویدار ازادي راډیو ته وویل چې له ننګرهار، کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند پرته په ټولو ولایتونو کې ټاکنیزو شکایتونو رسیدګي او پرېکړې شوې دي. هغه وویل د ورځې تر پایه د همدغو شپږو ولایتونو په اړه هم پرېکړې کیږي. د ټاکنیزو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.