رښتیا هم پاکستان له اقتصادي مشکلاتو وتلی دی؟
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان له سختو اقتصادي مشلاتو راوتلی او د پانګولای اعتماد پرې بحال شوی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان له سختو اقتصادي مشلاتو راوتلی او د پانګولای اعتماد پرې بحال شوی دی.
د امریکا او طالبانو تر منځ تر احتمالي سولې مخکې الیس ویلز پاکستان ته تللې ده. په عراق کې د پولیسو او معترضانو تر منځ په نښتو کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي. په تهران کې د ویشتل شوي اوکراینۍ الوتکې تور بکس د څېړنو لپاره بهر ته نه لیږل کیږي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
د جنورۍ پر ۲۰مه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې نانوایانو کاربندیز کړی وو چې ورسره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شول. دوی وايي، کاربندیز یې د اوړو کمښت پر ضد کړی. حکومت وايي، د ستونزې د هواري هڅې کوي. نور په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د اوړو د کمښت له وجې خلک له ستونزو سره مخامخ دي او په اوږدو قطارونو کې یې د اخیستو لپاره درېږي. د جنورۍ پر ۲۰مه، د پېښور په ګډون په ځینو نورو ښارونو کې نانوایانو کاربندیز هم کړی وو. په دې ویډیويي رپورټ کې مو مردان ته بیایو چې پکې خلک د اوړو اخیستو ته انتظار دي.
له غونډې سره ترڅنګ به پاکستانی وزیر اعظم عمران خان د نړۍ له یوشمېر مشرانو سره دوه-اړخیزې ناستې وکړي.
د جنورۍ پر ۱۲مه او ۱۳مه یوه ځايي اوسېدونکي د بلوچستان په کاڼ مهترزي کې په واوره کې بند لسګونه کسان وژغورل او ځینې ګاډي یې خلاص کړل. سلیمان خان وايي، له پخوا راهیسې یې له خلکو سره د مرستې عادت درلود. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د افغانستان د نفتو او ګازو اداره وايي، د ګازو د خصوصي پلورونکو د بیو د لوړولو د مخنیوي لپاره یې تصمیم نیولی چې له یوې میاشتې نه په لږه موده کې په کابل کې د ګازو د پلورلو دولتي شرکتونه زیات کړي. د دغې ادارې مسؤلین د ګازو په پلورلو کې، سوداګر په بې انصافۍ تورنوي او خبرداری ورکوي چې وروسته له دې به د ګازو د هغو دکانونو په تړلو له پولیسو او څارنوالۍ نه مرسته وغواړي چې په لوړه بیه یې پلوري. د دغې ادارې د عامه اړیکو مدیر معراج الدین ازادي راډیو ته وویل، د ګازو د پلورلو کوم دکانونه چې د ګازو د لوړو... Читать дальше...
د یوې کورنۍ څلور غړي یوه ښځه او درې ماشومان. تېر ورځ د دوی د ژوند وروستۍ ورځ وه. د دوی د وژنې په اړه نور جزئیات د لېمې هادي په دې راپور کې:
ځوان شاعر او لیکوال فرید احمد تسکین چې تازه د سترګو له لیده بې برخې شوی د لاسنیوي غوښتنه کوي. تسکین د پکتیا ولایت د فرهنګي غونډو په جوړولو کې ښکېل و او فرهنګي ملګري یې اوس په ورته پرګرامونو کې تشه احساسوي. د ازادي راډیو خبریال احسان ارین یې له وضعیته دا ویډيوي راپور چمتو کړی:
د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې مشر توماس روتیګ وایي، تر اوسه نهده څرګنده چې په هغه هوکړه کې چې طالبان وایي، ډېر ژر بهیې له امریکا سره لاسلیک کړي، کوم مهم موارد شامل دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په بهر کې مېشت پیاوړي افغان لوبغاړي د دې هېواد ملي لوبډلې ته راولي.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۳۰» د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ټول ولس غږ او خبرې واورېدل شي او یو هر اړخیزه مذاکراتي ټیم جوړ شي.
د خوست په ګلانو کیمپ کې وزیرستانیو کډوالو د جنورۍ پر ۱۹مه په جرګه کې له چارواکو غوښتنه کړې چې کورونو ته دې یې ستانه کړي. دوی د جرګې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) ورسره له شاوخوا یو کال راهیسې مرسته نه کوي. د افغانستان چارواکي وايي، د کډوالو د ستونزو هواري هڅې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
یوه مظاهره چي عزت الله مشال راډیو ته وویل، د اوړو بیه دومره لوړه شوې چې غریبان خلک یې د اخېستو توان نه لري.
دا کمېسیون وايي، د یو شمېر اعتراضونو تصنیفبندي هم پیل شوې، خو د دې شکایتونو په اړه د تحلیل، څېړنې او پرېکړې بهیر سر له سبا پیلېږي.
په بلخ کې د کونځلو حاصلات ۴۶ سلنه زیات شوي دي. د بلخ د کرنې ریاست امر ذبیحالله زوبین وايي، په روان کال کې په څلور زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې چې درې زره او ۲۴۳ ټنه حاصلیې ورکړ. نوموړي وویل چې د کرنې وزارت له لوري بزګرو ته د روزنیزو پروګرامونو پلي کول، له موسمې ناروغیو سره مبارزه او وروستي ورښتونه لامل شوي چې په دغه ولایت کې د کونځلو حاصلات زیات شي.
پاکستان د افغانستان په صادراتي مالونو نوي بندیزونه لګولي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې وروسته د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو ټول تېرېدونکي مالونه باید په کانټینرو کې وي او بار وړونکي موټر باید "لټونکې وسیله" ولري. هغه زیاته کړه: "د دې مسئلې په اړه باید مذاکره وشي او افغان لوری باید خپلې طرحې او وړاندیزونه مطرح کړي څو ورته د حل لاره پیدا شي او که چېرې یو اړخ دا بندیزونه لګوي دا به د افغان سوداګرو لپاره ستونزې رامنځته... Читать дальше...
د سرمقاله لیکونکي په باور، هغه طرحه چې یوازې د امریکا او طالبانو له لوري چمتو او لاسلیک شي افغانانو لپاره به د منلو نهوي.
خپرونه وړاندې زیاتوي، که څه هم وسلهوال طالبان له امريکايي لوري سره په مذاکرو بوخت دي، خو په افغانستان کې يې خپلو بریدونو ته دوام ورکړى او په دغو بریدونو کې يې افغان او امريکايي ځواکونه هم په نښه کړي دي.
د فاریاب والي وايي په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو په وژنه تورن وسلهوال طالب له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او دوه نور ملګري یې ټپیان دي. نقیبالله فایق نن ازادي راډیو ته وویل طالبانو تېره شپه د یوې کورنۍ شپږ غړي چې ۲ مېرمنې، یو ۴ کلن ماشوم، یوه ۱۴ کلنه نجلۍ او دوه نارینه پهکې شامل دي ووژل او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د فايق په وینا دا پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه: "د طالبانو لهخوا د اندخوی ولسوالۍ په اورګنجي خانې سیمه کې چې د طالبانو تر... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت عمومی ریاست وایي چې په ننګرهار او هلمند کې د دوی ځانګړو ځواکونو د دوو پاکستاني وسلهوالو په شمول ۱۱ وسلهوال مخالفین وژلي دي. دا خبره یاد ریاست پرون ماښام په یوه اعلامیه کې کړې ده. د اعلامیې له مخې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د مولوي مجیبالله په نوم په یوې اډې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د دوو پاکستاني ترهګرو په شمول ۶ کسه وژل شوي او شپږ نور یې ژوندي نیول شوي. د ملي امنیت عمومي ریاست همدراز ویلي چې په ننګرهار کې هم د خوګیاڼیو ولسوالۍ په زنګور کلي کې د طالبانو په... Читать дальше...
د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې پرون ماښام دوه پولیس د نامعلومه بریدګرو په ډزو ووژل شول. دا خبره د ارزګان ولایت ویاند زړګي عبادي ازادي راډیو ته تأیید کړه. هغه زیاته کړه: "یاد پولیس په ترینکوټ ښار کې د میرویس نیکه په جاده پر چیک پاینټ په تلاشي بوخت و چې نامعلومو وسلهوالو د کلاشنیکوف په ډزو ووژل او وسلهوال له سیمې وتښتېدل." عبادي وویل چې قضیه د پولیسو لهخوا تر څېړنې لاندې نیول شوې او هڅه کېږي چې بریدګر ونیول شي. چا د دې برید مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
د جَنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا سرپرست مرستيال وزيره الېس ولز بېګا یکشنبه د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ورسېده. په اسلاماباد کې د امریکا سفارت ویلي چې اغلې ولز به له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره د امریکا-پاکستان د مخ پر وده اړیکو د اړوندو مسایلو په پرمختګ بحث وکړي. تمه کېږي اغلې ولز له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسه هم یاده کړي. هغه تېره اوونۍ هم په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې پروسه او د سیمې په با ثباته کولو غږېدلې وه. Читать дальше...
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په خپله لومړنۍ رسمي لیدنه کې هغه ته ویلي چې روسیه دې بیا کوم کیمیاوي برید ونهکړي. روسیې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بریتانیا په سالزبري ښار کې په یوه پخواني روسي جاسوس د کیمیاوي ګازو په واسطه برید کړی و. د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون دفتر په یوه بیان کې ویلي چې جانسون د برلین د ناستې په يوه څنډه کې یکشنبه ماښام پوتین ته وویل: "تر څو چې روسیه خپلو بېثباته کوونکو فعالیتونو ته دوام ورکوي د لندن او مسکو اړیکې به عادي نهشي." ... Читать дальше...
په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د ۱۷۶ وژل شویو له ډلې د ۱۱ اوکرایني اتباعو مړي پرون کیف ته ورسېدل. مړي په یوه پوځي الوتکه کې کیف ته ورسول شول او هلته د شپې ناوخته پورې د درناوي مراسم روان و. له ۱۱ وژل شویو اوکراینیانو نهه د اوکراین ایرلاین د بوینګ الوتکې پیلوټان او کارکوونکي و. د جنورۍ په اتمه د سپاه پاسداران د هوايي ځواک په یوه راکټ باندې د اوکراین ایرلاین الوتکه سهار وختي نسکوره او ټوله سورلۍ یې ووژل شوه. په وژل شویو کې ۱۳ افغانان هم شامل و. ایران څو ورځې وروسته... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.