عبدالله عبدالله: سوله د یو کس او یو وزارت کار نهدی
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۳۰» د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته خبرې کولې وویل، د سولې په بهیر کې باید د ټول ولس غږ او خبرې واورېدل شي او یو هر اړخیزه مذاکراتي ټیم جوړ شي.