123ru.net
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 09.01.2020

وکيل شاه خان خپله دوه جريبه قيمتي ځمکه ښوونځي ته وړيا ورکړې

Mashaalradio.com 

د خوست تڼي ولسوالۍ درملکي کلي کې د نجونو ښوونځي لپاره وکيل شاه خان خپله د لکونو افغانيوو دوه جريبه ځمکه وړيا ورکړې ده. په دې ښوونځي کې به ۲۰۰۰ جينکۍ سبق وايي. هغه وايي غواړي د دې ښوونځي فارغانې ډاکټرانې شي چې خلک د پاکستان او نورو هېوادونو له احتياجه خلاص شي. وکيل شاه خان خپله په درې نيم زره افغانۍ مووټرواني کوي خو غریبۍ يې احساس نه دی وژلی. هغه پخپله د ښوونځي جوړولو لپاره د ورځې کار او د ساتنې لپاره يې د شپې پېره کوي. نور حال یې په دې ويډيو کې.... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ

د داعش يو وژل شوي وسله وال د زوی خبرې

Mashaalradio.com 

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په سلګونو تسليم شوو داعش وسله والو کې ځيني يې د قبايلي ضلعو دي. د ننګرهار چارواکو د پښتني دود ترمخه له خېبر پښتونخوا ورغلې قبايلي جرګې ته د دغو وسله والو ځينې مېرمنې او ماشومان نن وسپارل. حضرت عمر له دې ماشومانو يو دی. په دې ويډيو کې هغه خپله کيسه کوي. ويډيو: باز محمد عابد ايډيټ: بشير ګواښ



له ناامنیو کډه شوې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کورنیو بې ځایه شویو او بېرته راستانه شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش خبره کوي، خو لا هم د کابل په بېلابېلو سیمو کې په خیمو کې اوسېدونکې کورنۍ د ژمي له یخې هوا او بې روزګارۍ کړیږي. لېمه هادي دغو کمپونو ته ورغلې او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.

د کوټې ډولچیانو بې وزله ژوند

Mashaalradio.com 

په کوټه کې یوشمېر ډولچیان له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، دوی وايي، نن سبا یې روزګار په ټپه ولاړ دی او د دوو اورونو ډوډۍ موندلو ته کړېږي. د دوی یوشمېر یې خپل کورونه هم نه لري، په روان یخ موسم کې هم د زړو ټاټونو جوړ کړل سوو کوډیوو کې شپې سبا کوي. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي رپورټ کې وګورئ.



په استرالیا کې د اور لګېدو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷ ته رسیدلی

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن نن د استرالیا په پلازمېنه کانبرا کې وویل چې په دغه هېواد کې د اورلګېدو له کبله د وژل شویو شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی دی. د هغه په خبره، اور څه باندي دوه زره کورونه هم سوځولي دي. د ۲۰۱۹ کال له سپتمبر راهیسې د اسټرالیا نیو ساوت ویلز ایالت موسمي اور سخت زیانمن کړی دی. د سیدني پوهنتون په دغه اور کې د مړو شویو کوچنیو او غټو ژویو، خزندو او مرغانو شمېر شااوخوا یو میلیارد ښودلی دی. د استرالیا پوځ له اوروژونکو ډلو سره یوځای کار پيل کړی چې زیانمنې شوې سیمې تصفیه کړي. ... Читать дальше...

د پښتو فلمونو ویجاړه سټوډیو

Mashaalradio.com 

په لاهور کې د پښتو فلمونو سټوډيو ودانۍ کنډوکپرې پرتې دي چې له کبله یې د پښتو فلمونو اداکاران، پروډیوسران او نور هنرمندان بې کاره شوي دي. هنرمندان وايي چې د فلم کتونکو د کمي له کبله څوک په فلم جوړولو کې سرمایه نه لګوي. په دې اړه عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.

اسلام اباد کې خبریالان د خپلو تنخاګانو لپاره راوتلي

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې خبریالانو د جنورۍ پر اتمه د مظاهرې پر وخت د رسنیو له مالکانو غوښتي چې خپلو کارکونکو ته دې پر وخت تنخواګانې ورکړي. د خبريالانو په وينا د زياتره ټي وي چېنلونو او اخبارمالکانو د خپلو کارکونکيو تنخاګانې کمې کړې دي خو بیا یې هم پر وخت نه ورکوي. راپور: احمد الله ویډیو: عمران یونس

د نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو درناوي لپاره نن اوکراین کې ملي ماتم و

Pa.azadiradio.com 

د هغې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو په درناوي نن په دغه هېواد کې د ملي ماتم ورځ ولمانځل شوه چې تېره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې راولوېده او ټولې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې. د اوکراین هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه کې د ۱۱ اوکراینیانو ترڅنګ د ایران، افغانستان، کاناډا، بریتانیا، سوېډن او جرمني اتباع سپاره وو. الوتکه د تهران د امام خمیني له هوايي ډګر څخه اوکراین ته روانه وه چې له پورته کېدو لږ وروسته نسکوره شوه. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي خپل ملت ته په وینا کې وویل چې دولت يې د هغو کسانو... Читать дальше...

دفاع وزارت شینډنډ کې پر طالبانو هوايي برید کې د ملکي تلفاتو ادعا ارزوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو راپورونه ارزوي. د دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دولتي ځواکونو هغه هدف تر لاسه کړی چې له دغو ځانګړو عملیاتو څخه یې درلود. د هرات ځايي چارواکي مني چې له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مشر وژل شوی او مړی یې هرات ته وړل شوی دی. بله خوا د هرات د حوزوي روغتون یوه ډاکټر محمد نواب هاشمي پرون ازادي راډيو ته وویل چې د شینډنډ په پېښه کې ټپي شوي لس کسان دې روغتون ته انتقال شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت ښه نه دی. "د شینډنډ له پېښې لس کسان د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي. Читать дальше...

د خیبر پښتونخوا قومي مشرانو ته د پاکستاني داعشیانو د ښځو او ماشومانو سپارل نن پيل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د هغو پاکستاني داعش جنګیالیو مېرمنې او اولادونه د خیبرپښتونخوا ایالت قومي ته سپاري چې په ننګرهار کې دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. څو میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته په سفر کې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د ماتې اعلانولو پرمهال ژمنه کړې وه چې د داعش د پاکستاني اورپکو کورنۍ به د پاکستان حکومت ته نه بلکې قومي مشرانو ته وسپارل شي. پرون د خیبرپښتونخوا او ننګرهار قومي مشران په ننګرهار کې راټول شول چې پر همدې مسالې خبرې وکړي او ورسره نن ددغو ښځو او ماشومانو د سپارلو بهیر پيل شو. Читать дальше...

د کابل پولیسو د جنايي مجرمینو پرضد عملیاتو کې ۱۸ مشکوک کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د جنايي جرمونو زیاتېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له شکایتونو او اعتراضونو وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غلو، قاتلینو او جنايي مجرمینو پرضد کمپاین پیل کړی او تر دې دمه یې ۱۸ مشکوک کسان نیولي.

د اقلیم بدلون د بامیان لرغوني اثار له ګواښ سره مخامخ کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پېژندونکو د ټیم مشر فیلیپ مارکوس فرانسپرس خبري آژانس ته ویلی، د بامیان لرغوني اثار د اقلیم د بدلون له ګواښ سره مخامخ دي د ښاغلي مارکوس په مشرۍ ټیم چې له څو لسیزو راهیسې یې په سیمه کې څیړنې او کار کړی ویلي چې په بامیانو کې د څو کلونو پرلپسې وچکالۍ، سختو بارانونو او په پسرلي کې د زښتو زیاتو واورو د ویلې کېدو وروسته د اقلیم بدلون، د بامیانو لرغوني اثارله ګواښ سره مخامخ کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې لرغوني اثار د بارانونو او بادونو له امله په چټکۍ سولیږي او د ویجاړېدو خطر یې ډېر دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

Мацуев и симфонический оркестр Башкортостана выступят в Москве





Персональные новости
Выставка

Выставка мультографики «Сны смешного человека» откроется в Пскове





له شلو ډېرو ولایتونو کې د رأی اچونې ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وایي چې له شلو ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رأیې له سره شمېرل کیږي او ښایي د محلونو شمېر له دې هم زیات شي. وړاندې ددغه کمېسیون یوه ویاند محمد رضا فیاض نن ازادي راډیو ته وویل چې دا هغه محلونه دي چې پکې بیومټریک دستګاوې ورکې شوي، یا ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رأیو کې توپیر ډېر دی. د ښاغلي فیاض په وینا تر راتلونکې دوشنبې پورې به چې د شکایتونو د څیړنې پروسه په سلو کې نژدې ۹۵ بشپړیږي، نورمحلونه هم ښایي د بیا شمېرلو لپاره په نښه شي. Читать дальше...

کرکټ: د استرالیا بیګ باش ټورنمنټ کې د راشد پنځم هیټ ټریک

Pa.azadiradio.com 

راشد خان د استرالیا په بیګ باش ټورنمنت کې د پرله پسې پنځم ځل لپاره هیټ ټریک وکړ. راشد خان داځل چې په سټرایکرزټیم کې لوبیږي، نه یوازې په بالینګ کې بلکه په بیټنګ کې هم ډېر ښه ځلیدلی او توجه یې ځان ته اړولې ده. نوموړي تېره شپه د سیډني سیکسرز په وړاندې مسابقه کې د دې ټیم تکړه لوبغاړي جک اډوارډز، جیمز وینس او بل جک اډوارډز وسوځول. په تېرو وختونو کې به دی په بالینګ کې د نړۍ ښه لوبغاړی ګڼل کېده، خو داځل یې په بیټنګ کې هم د نړۍ پام ځانته اړولی دی.

نیویارک ټایمز پر افغانستان د تهران -واشنګټن ترمنځ د کړکېچ اغېزو ته کتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ورځپاڼې لیکلي، افغانستان د دې کړکېچ پر مهال اندېښمن شوی، ځکه د امریکا او ایران ترمنځ د وضعیت ترینګلتیا ښايي د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړي چې اوس‌مهال ډېر مهم پړاو ته رسېدلې ده.

کاناډا غواړي تهران کې د راغورځېدلې الوتکې د پېښې څېړلو کې اساسي رول ولري

Pa.azadiradio.com 

کاناډا وایي، نیت لري چې د اوکراین د هوایي شرکت د الوتکې د راغورځېدو د پېښې په څېړلو کې اساسي رول ولوبوي. د اوکراین د هوایي شرکت ۷۳۷ بوینګ الوتکه پرون په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره اوکراین ته په لاره وه چې له الوتو لږ وروسته په تهران کې راوغورځېده او ټولې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې. په وژل شویو کې ۶۳ یې د کاناډا اتباع دي. تراوسه د دغې الوتکې د راغورځیدو علت نه دې څرګند. په تهران کې د اوکراین سفارت لومړی ویلي چې د الوتکې ماشین کار پریښی و خو دغه بیان یې له خپلې ویب پاڼې بېرته لیرې کړی دی. Читать дальше...

د چین-امریکا رقابت؛ نړیوال بانک سږکال د ورو اقتصادي ودې وړاندوینه کوي

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک تېرکال د متحده ایالتونو او چین ترمنځ سوداګریزې جګړې ته په پام چې د نړۍ پراقتصادي ودې یې اغیزکړی، سږ۲۰۲۰ کال د ورو اقتصادي ودې وړاندوینه کوي. د نړۍ د اقتصادي لرلید په رپوټ کې چې د نړۍ ۱۸۹ پوروړونکو هېوادونو ته دې نړیوالې مالي موسسې پرون خپورکړی ویل شوي چې سږکال به د نړۍ اقتصادي وده ۲،۵ وي چې هغه یوڅه د تېرکال په نسبت چې په سلو کې ۲،۴ وه، ښه والی ښیي. د تېرکال په جون کې د ۲۰۱۹ کال اقتصادي وده، په سلو کې ۲،۶ او د ۲۰۲۰ کال هم ۲،۷ سلنه اټکل شوې وه. په واشنګټن کې میشت نړیوال بانک ویلي... Читать дальше...

د ایران په تړاو د ټرمپ واک محدودولو لپاره نن د امریکا استازو جرګه پرېکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس استازیو جرګه به نن (جنورۍ ۹مه) پرهغه پرېکړه لیک رأی واخلي چې د ایران پرضد د پوځي اقدام په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ واک محدودوي. دا جرګه چې ډیموکراتان پکې اکثریت دي، دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې ډېرو غړو یې ویلي، د سپینې ماڼۍ وضاحت چې ولې یې ایرانی جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، نه دي قانع کړي. د استازیو جرګې رئیسې نانسي پلوسي وویل، د جګړې د واک په اړه پردغه پرېکړه لیک به نن رأیې واخیستل شي. هغې وویل چې د کانګرس غړي له ایران سره په دښمنۍ کې د ښکېلتیا په اړه د ټرمپ د ادارې... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт рассказала, как правильно выбрать одежду для спортзала


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Что чаще всего едят на завтрак дети Елены и Новака Джокович?


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об эффективности проекта «Генеральная уборка»





Путин в России и мире
Москва

Путин всё знал, но никого не предупредил: Немцы обвинили Москву в прорыве израильского Купола


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Очередные кадровые назначения объявлены в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Ивлеева

Анастасию Ивлееву обвиняют в дискредитации армии России



Москва

Папенькин сынок: 21-летний азербайджанец зарезал россиянина у подъезда из-за одного видео

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net