د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې لاسلیک او اړوندو مراسمو په اړه خبرې روانې دي او طالبانو امریکا ته د ۱۰ورځني اوربند طرحه سپارلې. امریکا تاییدوي چې۱۱ سرتیري یې د ایران په برید کې ژوبل شوي و. د هوا د ککړتیا مخنيوي ته زیرک ماسک جوړ شوی.
ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د جنورۍ پر ۱۷مه یو شمېر ځوانو خوستیو مدني فعالانو له خلکو او دوکاندارانو راټول کړي د مرستې ژمني توکي په غریبو او بې وزلو خلکو او کورنیو وویشل. نور د نجیب الله الوخېل په ویډیويي راپور کې وګورئ.
جنید حفیظ د بهاوالدین زکریا یونیورسټۍ استاد دی چې د مذهبي سپکاوي په تور عدالت ورته پروسږ کال د دېسېمبر پر ۲۱ مه د پانسۍ سزا اورولې وه.
تر نولسو کلونو کم عمر کرکټ ټیمونو ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په لړ کې افغانستان خپلې سیالې د سویلي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
لوبه افریقا پیل کړه او په دېرشم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې افغانستان دغه هدف په پنځه ویشتم اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
افغان لوبغاړو ابراهیم ځدران او عمران نیمه سلیزې ووهلې او شفیق الله غفاري بیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد او د افریقا شپږ لوبغاړي یې وسوځول.
د افغانستان د کرکټ... Читать дальше...
د اوکراین صدراعظم اولکسي هونخاروک له خپلې دندې استعفا وړاندې کړې ده.
دا وروسته له هغه چې شک کېږي ده په یوه ثبت شوي غږ کې ویلي، چې دی پخپله او ولسمشر ولودومیر زلنسکي په اقتصادي موضوعاتو ډېر نه پوهېږي.
د جنورۍ په اوولسمه نېټه هانخاروک پر فیسبوک ولیکل چې په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو ځینې خبرې افشا شوي چې د حکومتي غونډو له ثبتي بڼې ایستل شوي دي.
د ولسمشر زلینسکي دفتر ومنله چې د هونخاروک استعفا ورغلې خو ویې ویل چې وروسته به د دې وضعیت په اړه څرګندونې وکړي.
د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي په اتو کلونو کې لومړی ځل نن د جمعې د لمانځه په خطبه کې خبرې وکړې.
ده له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې یو مټی شي.
ده وویل چې لویديځ هېوادونه دومره قدرت نه لري چې ایرانیان مات کړي.
خامنه ايي زیاته کړه: "یو ځواک او یو ملت دومره قدرت او روحي توان لري چې د نړۍ یو زورواکی متکبر قدرت په څپېړه ووهي، دا د الهي قدرت ښکارندويي کوي."
خامنه اي په خپله وینا کې وویل چې د اوکرایني الوتکې سقوط یوه ترخه پېښه وه.
د اوکراین نړیوال هوايي شرکت الوتکه د جنورۍ په درېيمه نېټه لس ورځې... Читать дальше...
اوکراین له شپږو هېوادونو غوښتي چې په ایران کې د ویشتل شوي الوتکې په اړه تحقیقاتو کې د مرستې لپاره دې خپل متخصصین ونوموي.
دا هېوادونه کاناډا، فرانسې، سویډن، جرمني، بریټانيا او ایران یاد شوي.
د اوکراین د لوی څارنوال دفتر د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه دا غوښتنه لېږلې چې په لندن کې د ویشتل شوي الوتکې په اړه د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه شوه.
دا خبرپاڼه په داسي حال کې ده چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر فرانسوا فلیپ شامپین وویل چې کاناډا، افغانستان، برتانيه، سویډين او اوکراین له تهرانه غواړي چې... Читать дальше...
د کابل والي وايي، تر راتلونکو دوه اونیو پورې به په کابل کې د ځمکو د غاصبینو لیست خپور شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو مشرانو د قطر په پلازمینه دوحه کې په دویمه ورځ په ناسته کې د افغانستان سولې په اړه خبری کړي دي.
د عراق حکومت هغه راپورونه ردوي چې وايي په دې هېواد کې د عراقي او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات بیا پیل شوي دي.
څېرې- له فرشته کاظمي سره خبرې
چاراکي وايي، په هلمند او بلخ کې د عملیاتو پرمهال ۸ طالبان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په هلمند کې په نهر سراج ولسوالي کې هوايي حمله شوې او شپږ طالبان يې وژلي.
اعلامیه لیکي چې د دغو عملیاتو پر مهال له طالبانو یې د وسلو یوه ډیپو او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې د چاربولک ولسوالۍ په رحمت اباد او نوارید کلیو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده. Читать дальше...
د بلوچستان پښین ضلعې سرانانو سيمې مېشت افغان کډوال په نوي پنډغالې کې د واورو او بارانونو له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. هغوی وايي چې لارې کوڅې یې له خټو ډکې دي او اورښتونو یې کورنو ته زیان اړولی. نور د صمد شبنم په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اوربند د سولې ټینګښت لپاره اساسي شرط دی.
په لوګر کې د طالبانو دوه ډلمشران وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند په نوې کلا سيمه کې عمليات ترسره کړي چې په وینا یې د وسله والو طالبانو دوه مهم ډلمشران وژل شوي دي..
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې ازادي راډیو ته وویل، چې په يادو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم کسان هم نیول شوي دي.
دی وایي، په علمیاتو کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای چې چاودېدونکي توکي او وسلې په... Читать дальше...
فرانسه خپله یوازینۍ الوتک لېږدونکي بیړۍ منځني ختیځ ته استوي، څو دغلته د داعش پر ضد د ایتلاف د ځواکونو په عملیاتو کې برخه واخلي.
دا خبره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون کړې ده.
مکرون د نوې کال په وینا کې د خپل هیواد پوځیانو ته وویل، د دې هېواد الوتک لیږدونکي بیړۍ به د روان میلادي کال له جنورۍ تر اپریل پورې په منځني ختیځ کې د چمل په نوم عملیاتو کې برخه واخلي او وروسته به د اطلس سمندر او شمالي بحیرې ته ولاړه شي.
دا امریکا په مشرۍ دا عملیات د داعش د وسله والې ډلې پر ضد دي.
د فرانسې ولسمشر ویلي،... Читать дальше...
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا باید له افغانستانه د سرتېرو تر اېستلو وروسته هم هغه هېواد ته ژمنه پاتې شي.
د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، تر دوه کیلومتره پورې خپل ناروغان پر کټونو روغتون ته رسوي.
د امریکا پوځ وايي، د جنورۍ په اتمه په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران له برید وروسته د کمې مغزي صدمې له کبله د یولس امریکايي سرتېرو درملنه شوې ده.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ویلي وو، په دې پېښه کې هیڅ امریکايي ته زیان نه دی رسیدلی.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند بیل اربن د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل ” په داسې حال کې چې پر الاسد هوايي اډې د جنورۍ په اتمه نېټه د ایران په برید کې هیڅ امریکايي سرتیری نه دی وژل شوی، د مغزې صدمې د علایمو له کبله د څو تنو درملنه شو، او لا هم تر ارزونې لاندې دي. Читать дальше...
طالبانو له خلیلزاد سره د سولې هوکړې لاسلیک مراسمو په اړه خبرې کړي.
ارزګان کې فعالانو او د ترینکوټ ښاریانو د اعترض په ډول د ارزګان ـ کندهار د لاري د امنیت خلاصون او روغولو غوښتنه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي واشینګټن ته د سفر پر مهال ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه که له افغانستان څخه بالاخره سرتېري باسي هم، باید په دې هیواد کې ښکېل پاتي شي.
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان جګړې او په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
ولسمشر اشرف غني کابل ښاروالۍ ته امر کړی د عامه ملکیتونو د غاصبانو نوملړ ژرترژره خپور کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي ولسمشر غني پرون- پنجشنبې په ارګ کې د کابل ښار له یو شمېر استازو سره په کتنه کې وویل، هغه کسان چې د دې پرېکړې پر وړاندې خنډ جوړوي باید ممنوع الخروج اعلان او د قانون پنجو ته وسپارل شي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو ولسمشر غني ته خپلې ستونزې او وړاندیزونه واورول.
خبرپاڼه زیاتوي، د ځمکو غصب او د زده کوونکو نجونو ځورول هغه... Читать дальше...
په پام کې ده چې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو راتلونکې اونۍ د لیبیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ولاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د جنوري په ۱۶مه وویل چې پامپیو د شنبې په ورځ برلین ته روانېږي او د یکشنبې په ورځ به د ملګروملتونو له خوا د لیبیا په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.
وروسته له دې چې په طرابلس کې د نړیوالو له خوا د پېژندل شوي حکومت رییس فایض السراج په دې کنفرانس کې د ګډون ژمنه وکړه د حکومت مخالف ځواکمن پوځي قوماندان خلیفه حفتر هم... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Игорь Бутман
Квинтет Игоря Бутмана и певица Фантине впервые выступят на джазовом фестивале в Бахрейне
Москва
В Приютном прошел митинг памяти, посвященный 38-й годовщине со дня аварии на Чернобыльской АЭС
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net