نن شپه د کانګرس له خوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح نوې مرحله پيلېږي.
د روغتيا نړيوال سازمان، په چين کې د خپاره شوي ساري او وژونکي وايروس د کنټرول لپاره اضطراري غونډه کوي.
او په سريلانکا کې په زرګونو غبرګولي وروڼه او خويندوې راغونډ شوي چې نړيوال ريکارډ مات کړي.
د ژمي بارانونه به ښه په جوبن کې وو، جړۍ به وې، د بونیر سوات غرونو به د واورو څادرونه اغوستي وو، په کلیو بانډو کې به خلک په حجرو جوماتونو کې راټول شوي وو، خبرې به يې کولی، کیسې به يي کولې او خپل وخت به يې تېراوه.
عورت فاونډېشن وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې ۱۸۰ ښځې وژل شوې خو په ۲۰۱۹ز کال کې بیا دغه شمېره ۲۱۷ ته لوړه شوې ده.
دوی ادعا کوي چې، د ملي امنیت ځواکونو یې، د کورنۍ غړي وژلي او بندیان کړي دي.
د کابل ښار اوسېدونکو د دوی د ځان سوځونې مخه ونیوله.
د ملي امنیت اداره وايي، د راضوخان ورور په ترهګرو فعالیتونو کې لاس درلود.
خو نوموړي له حکومت انصاف غواړي.
لیمه هادي په دې اړه راپور لري:
د چین یوې محکمې د نړیوالو پولیسو یا انټرپول یو مخکېنی مشر مینګ هونګوی د رشوت اخیستلو او له صلاحیته د ناوړه کار اخیستلو په تور محاکمه کړ.
محکمې نن د جنورۍ په ۲۱مه پر هغه د دریالس نیم کاله زندان او ۲۹۰ زره ډالرو جریمې حکم وکړ.
د محکمې له لوري په یوه بیان کې لیکل شوي چې مینګ هوي ویلي چې د استېناف محکمې ته تګ نهغواړي.
د چین محکمې ویلي چې مینګ له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۷ میلادي کاله د انټرپول د ریاست پر مهال د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت جایدادونه رشوت اخیستي او نوره سوء استفادهیې هم کړې ده.
انټرپول چې... Читать дальше...
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د جنورۍ پر۲۰مه په نوښار کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې پښتنو ته په ورپېښو ستونزو د یوې جرګې راغوښتلو اعلان کړی دی. له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا هم د ورته جرګو غوښتنې شوي دي. د پښتنو قامي جرګه ولې اړینه ده؟ جوړښت او ایجنډا به څه وي او پریکړې به يې څنګه عملي کېږي؟ د کرښې پر غاړه کې پرې بحث کوو.
په خپرونه کې راسره د عوامي نیشنل ګوند مخکښ ذاهد خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان خان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ... Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو په هوايي حمله کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي ول چې درې کوچنیان او درې ښځې هم پهکې وو.
حمله د جنورۍ په اتمه، د شینډنډ ولسوالۍ په پایکش سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر یوه پناه ځاي شوې وه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په افغانستان کې پر حکومت او بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو مصونیت ته پام وکړي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی څرګند کړی. Читать дальше...
د برازیل لیګ یو لوبغاړي ته د ۷.۵ میلیونه ډالرو وړاندیز شوی.
برازیلي رسنیو راپور ورکړی چې د سائوپائولو کلپ دغه نامتو لوبغاړي ته د اماراتو لیګ له لوري په کلني ډول ۴.۵ میلیونه ډالر معاش وړاندیز هم شوی.
د اماراتو له دغه کلپ سربېره یو قطري او یو چیني کلپ هم د الکساندر پاتو د راجلبولو هوډ کړی.
خو نوموړي تر اوسه دغو غوښتنو ته ځواب نهدی ورکړی.
دغه لوبغاړي د برازیل په سږني فصل کې ۵ ګولونه وهلي دي.
د افغانستان د فوټسال ښځینه ۱۹ کلنه لوبډله د منځنۍ اسیا د فوټسال د ۱۹ کلنو د ښځینه لوبډلو په سیالیو کې، د ګډون په هدف سبا د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته ځي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې د دوی تمرینات نن پای ته ورسېدل.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د فوټسال د ۱۹ کلنو ښځينه لوبډله بهرنیو سیالیو ته ځي.
دغه سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې دوام کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو... Читать дальше...
ټاکل شوې چې سبا "چهارشنبه" د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله له متحده عربي اماراتو سره په سوېلي افریقا کې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، افغان کرکټ لوبډله یادې لوبې لپاره بشپړ چمتووالی لري او هېلهمن دي چې دغه لوبه هم وګټي.
ښاغلي هوتک زیاته کړه: "ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله په نړیوال جام کې خپله دوهمه لوبه په ډې ګروپ کې د متحده عربي اماراتو په وړاندې پیل کړي."
دغه لوبه به د کابل پر وخت ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې پیل شي.
افغانستان تر دې وړاندې کوربه هېواد سوېلې افریقا ته ماتې ورکړې وه. Читать дальше...
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي نن سه شنبه په رسمي ډول د استېناف غوښتنې شکایتونو ته د رسېدنې پړاو پیل شو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د استېناف غوښتنې لپاره د شکایتونو د ثبت پړاو تېره ورځ بشپړ شوی او په دغه مرحله کې ۶۲۹۲ شکایتونه ثبت شوي دي.
د دغه کمېسیون رئیسې زهره بیان شینوارې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۱» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نن په رسمي توګه شکایتونو ته د رسېدنې پړاو پیل شو چې دا بهیر به ۱۵ ورځې دوام وکړي.
شینوارې زیاته کړه: "د شکایتونو د ثبت له مرحلې وروسته د... Читать дальше...
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په یوه څېړنیز راپور کې د دې هېواد د ۱۳۹۹ لمریز کال د ملي بودجې طرحه نیمکړې وبلله.
په داسې حال کې چې په پام کې ده ولسي جرګه سبا د ۱۳۹۹ کال د ملي بودجې طرحه رأیګیرۍ ته وړاندې کړي، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، دغه طرحه بشپړه نهده او بیا کتنه غواړي.
د دغه بنسټ د اړیکو او عدالت غوښتنې د څانګې مسؤل محمد ناصر تیموري وايي، د ملي بودجې د طرحې په ترتیبولو کې له خلکو، مدني بنسټونو او متخصصینو سره مشوره شوې ده.
ښاغلي تیموري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ د سلواغې ۰۱» د ملي... Читать дальше...
۲۳ کلنې فهیمه مرزايي هغه افغانه ده چې په کابل کې يې د شهودِ عرفان په نوم د سما نڅا یو ګروپ او ښوونځی جوړ کړی دی.
افغان حکومت په اوربند ټینګار کوي، طالبانو ویلي تاوتریخوالی به راکم کړي، خو د اجرائیه ریاست په ګډون یو شمېر افغان سیاسیون بیا د اوس لپاره حداقل د تاوتریخوالي د کموالي غوښتونکي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تازه د یو شمېر سفارتونو لپاره نوي سفیران او ډیپلوماتان ګمارلي، خو دا ګمارنې د اجرائیه ریاست له مخالفت سره مخ شوي.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې د اوړو نرخ له لوړېدو سره په بازارونو کې کارکوونکي او ولسي وګړي له ستونزو سره مخامخ شوي دي. په دوی کې د سوات په تحصیل کبل په کانجو کې هغه يو تن چې څو موده مخکې د ډوډیو پخولو مشیني تنور یې هم لګولی وو او ډوډۍ یې پکې له بازاره ۴۰٪ په ټیت نرخ پلورله اوس تړلی دی. نور د نياز احمد خان په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د دغې محاکمې مشري به د امریکا قاضيالقضات کوي او د سنا غړي به د منصفه پلاوي په توګه او د استازو جرګې یو منتخب پلاوی به هم د ټرمپ د مجرم پېژندلو لپاره د څارنوالانو په توګه رول لوبوي.
د واک مشرانې وایي دا تحریک به په پښتنو ښځو کې د سیاسي،اقتصادي او ټولنیز شعور او پوهې د زیاتولو لپاره کار کوي،او د هغو ټولو دودونو او رواجونو په اړه به هم پوهه پېدا کوي چې په پښتنه ټولنه کې يې د ښځو ژوند له مسلو او کړاونو سره مخامخ کړی دې
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې تأیید کړه چې د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې الوتکه چې د جنورۍ په ۸مه نېټه له تهرانه تر پرواز لنډ وخت وروسته راوغورځېده، په دوو مزائیلو ویشتل شوې وه.
د ایران دې ادارې د پېښې په اړه په دوهم ابتدايي راپور کې ویلي چې لا هم د پېښې په اړه څېړنې کوي.
د اوکراین د نړیوالې هوایې کرښې په الوتکه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې په خپل راپور کې ویلي چې الوتکې ته دوه "تور ام ون" مزائیل ورویشتل شوي وو.
دا د لنډ واټن ویشتلو مزائيل دي چې په پخواني شوروي اتحاد کې به جوړېدل. Читать дальше...
د روسیې د سایبریا په تومسک سیمه کې په یوه کور کې د اور لګېدو له امله ۱۱ کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دا خبر په سایبریا کې د بېړنیو خدماتو وزارت نن د جنورۍ په ۲۱مه خپور کړی دی.
اور د لرګي په یو کور کې د شپې لګېدلی او په لنډ وخت کې لمبې تقریباً ۲۸۰ متر مربع سیمې ته خپرې شوې وې.
د اور لګېدو له امله کور پر هغو کسانو چې هلته اوسېدل رانړېدلی او مرګ ژوبلهیې پېښه کړې ده.
کور یوې چینايي کمپنۍ کرایه کړی و او ۱۴ تنه د چین، تاجکستان او ازبکستان اتباع پهکې اوسېدل.
په نووسېبېرسک کې د ازبکستان قونسلګرۍ،... Читать дальше...
د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس ته لاسرسی، د دې هېواد حق دی او باید کیف ته وسپارل شي. دا خبره د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وکړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روانې اوونۍ له پیله د ګازو بیو کې د پام وړ کموالی راغلی.
د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، اوسمهال په عمده ډول د یو کیلو ګازو بیه په ۵۲ او په پرچون ډول بیا ۶۰ افغانۍ ده.
نوموړي وویل چې کابل ته په لاره د ګازو د ټانکرونو په رارسېدو سره به د ګازو په بیو کې نور هم د پام وړ کموالی هم راشي.
خو یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې لا هم یو کیلو ګاز له ۸۰ تر ۱۱۰ افغانیو پېري او په بازار کې د ګازو بیې نهکنټرولېږي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې عملي چارې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې له هرات ولایت څخه پیل شي.
د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ټاپي پروژې د ځمکو د استملاک قانون مسوده هم چمتو شوې ده.
هغه زیاته کړه: "د دغې پروژې عملي کار به د هرات نه د ۲۰۲۰ کال په لومړیو او یا وروستۍ ربعه کې پیل شي، دا د افغانستان لپاره یو مهم خبر دی، د افغانستان دولت هم خپل چمتووالی نیسي چې څنګه خپل کارونه پیل کړي."
ښاغلی مسجدي دا هم وايي چې د مالیې وزارت سرپرست... Читать дальше...
حکومت او اپوزیشن د ماشومانو د خوندي ساتنې لپاره د هغه قانون پر سر په ناندريو دي چې مسوده يې تياره ده. د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري پرون په سېنټ کې يوې کمېټۍ ته دا قانوني مسوده تشريح کړه خو اپوزېشن سياستوال یې قانع نه کړل.
نن سبا په پاکستان کې د يوې ډوډۍ بيه لس روپۍ او يو کيلو اوړه له ۶۰ تر ۷۰ روپو خرڅېږي.
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Путин в России и мире
Москва
Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Блогер Алена Водонаева заявила, что Тимати нужно похудеть
Москва
АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net