له پېښوره تر جلال اباده د اورګاډي پټلۍ غځول څومره امکان لري؟
د پاکستان د ريلوې وزير شېخ رشيد ويلي ول چې د پېښور او جلال اباد ترمنځ د ټرين پټلۍ غځولو پروژه د چين پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ برخه ده.
د پاکستان د ريلوې وزير شېخ رشيد ويلي ول چې د پېښور او جلال اباد ترمنځ د ټرين پټلۍ غځولو پروژه د چين پاکستان ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ برخه ده.
افغان حکومت اجرائیه رئیس خبرداری ورکړ، چې نور په دولتي ادارو کې ګمارنې ورته د زغم وړ نه دي.
سجاد تورو پر ۱۹۹۵ز کال د پښتو له "جانان" ډرامې څخه اداکاري پیل کړه. دی وايي، تر هغې وروسته یې په یو شمېر نورو ډرامو او ځینو فلمونو کې هم کار وکړ خو مالي ستونزې یې دومره زیاتې وې چې خپل کور یې هم خرڅ کړ. دی د پیسو ګټلو په تکل سعودي عرب ته ولاړ، درې کاله یې تېر کړل خو اوس خیبر پښتونخوا ته ستون شوی. نور په ویډیو کې وګورئ.
عزیزالله خان د مردان په شهباز ګړه کې بونېر ته پر تلونکي سړک دوکان لري چې پکې پېوي جوړوي. دی وايي، اوس ښځې پېوی یا برچک نه استعمالوي خو ډرېوران یې په ګاډو کې ځړوي. دی وايي، د خلیج عربي هېوادونو ته هم د لاس جوړ شیان استوي. نور په ویډیو کې.
د سپینې ماڼۍ وکیلانو د امریکا په مشرانو جرګه کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې دفاع پیل کړې ده.
عمران زکریا وايي، یوه اندازه خوراکي توکي له افغان محصلینو سره شته چې ښايي هغوی پرې یوه اوونۍ نوره تېره کړای شي، خو که خبره اوږه شوه نو ګرانه به شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د "ډي این اې" د ازمایښت لومړی مرکز د کابل د عدلي طب په مرکز کې پرانیست.
د کندز ولایت بزګران په دغه ولایت کې د زعفرانو له حاصلاتو خوښي څرګندوی او دغه راز دغه نبات یو ښه اقتصادی سرچينه بولي. د کندز کروندګر وايي، چې د تېرکال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دوی خوښ دي او وايي، زعفران د بزګرانو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت رول لوبولای شي. د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یوتن بزګر الله بیردي په دې اړه وویل: "له یوکال راهیسې ما د زعفرانو کښت ته مخه کړي ده او په روان کال کې مې له نیم جریب ځمکې څخه څه باندې ۱۸۰ کلیوګرامه خالص... Читать дальше...
د نړیوالو فوټبال لوبو پر سر کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی. د کاپیسا ولایت پولیس ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د بارسلونا او النسیا ترمنځ د لوبې د پایلې له معلومېدو سره سم حشمت الله له خپل ورور امین اغا سره لفظي شخړه کړې او امین اغا یې په چاقو وهلی دی. د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش په وینا ټپي د علي بابا کلي روغتون کې ساه ورکړې ده. شورش وايي، دغه پېښه د دې ولایت د دویمې حصې په کاریزي سیمه کې پېښه شوې او قاتل له سیمه تښتېدلی دی. هغه زیاتوي، پولیس د قاتل د نیولو په لټه کې دي.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مې اونۍ په لوبو کي نن ریال اتلیتکو ماډرید او د لګانیس فوټبال لوبډلې سره لوبږي. دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي اتلاتیکو کي سبا ماپښین ترسره کېږي. د یاد لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا او ریال ماډریډ ۴۳ ـ ۴۳ نمرې لري، چي بارسلونا لومړی او ریال ماډریډ بیا دوهم ځای خپل کړی. په جدول درېیم ځای بیا د اتلاتیک ماډریډ لوبډلې دی چې ۳۵ امتیازونه لري.
د هرات اټک انرژي لوبډلې د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لوبډلې د څوارلسمې اونۍ په لوبو کې د ۳۸ امتیازونو په ګټلو ځان د اتلولۍ مقام ته ورساوه. نوموړي وویل، چې اټک انرژي په ټوله کې ۱۴ لوبې کړي چې ۱۲ لوبې يې ګټلې او ۲ نورې یې مساوي کړي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په هېواد کې د زړه د سوري شاوخوا ۳۰ فیصده ثبت شوي ناروغان د روغتیايي اسانتیاوو د کمبود له امله مري.
د جنورۍ پر ۲۵مه، د پاکستان د رېل لارو وزیر شېخ رشید احمد وویل، چې د پاکستان رېل لار به د افغانستان تر جلال اباده وغځوي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال یې په افغانستان کې لس امریکايي سرتیري وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي.
د چين ولسمشر په دغه هېواد کې، چې کرونا ويروس په کې په خپرېدو دى، وضعيت "ناوړه" وباله.
د افغانستان دفاع وزارت وايي په هرات، غور او فراه کې د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې نږدې ٨٠ کلي له وسله والو بېرته نيول شوي دي.
د افغانستان په هرات ولایت کې د سیرمو فابریکه جوړه شوه. مسولین وایي، د دغې کارخانې په جوړېدو سره به هرات ولایت ته ۲۰ سلنه د سیرمو او تزریقي موادو د واردلو مخه ونیول شي. په دې اړه له هرات ولایته شاپور صابر راپور لري چې لیمه هادي یې وړاندې کوي:
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجی محمد محقق وایي چې یوه ډله افغان سیاستوال به تر راتلونکې اونۍ پورې د سولې لپاره خپله طرحه وړاندې کړي.
پاکستان چې په ۲۰۱۸ کال کې د ناقانونه پیسو د څار د نړېوالې ادارې یا اېف ای ټي اېف لخوا په خړ لېسټ کې اچول شوی وو، اوس تمه لري چې د یادې ادارې لخوا
د میدان وردګ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په هدف سږکال د دغه ولایت په کچه ۵ زره د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي. د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو فارمونو ۶۰ سلنه پیسې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه یې د پانګه والو له لوري ورکول کېږي. ښاغلی تسل وايي، دغه فارمونه به د کورنیو او په ځانګړي ډول د مېرمنو په اقتصاد کې د پام وړ رول ولوبوي.
د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، وسله وال طالبان د ملکي خلکو ځمکې غصبوي.
د پاکستان د روغتیا وزیرمملکت ډاکټر ظفر مرزا د جنورۍ پر ۲۵مه، د اسلام اباد پر هوايي ډګر له چینه د ورغلو مساپرو د سکریننګ یا صحي پلټنې لیدنه وکړه.
نامعلومو وسله والو د هرات د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر نن (شنبه) سهار د دې ولسوالۍ په بازار کې وواژه. د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي. هغه زیاتوي: "نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د ارشاد، حج او اوقاف مدیر د ولسوالۍ په مرکز کې هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري وویشتل شو چې کار ته روان و." تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي باور لري چې دا ډول بریدونه وسله وال طالبان کوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.