ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه
په سلګونو امریکایي پوځیان منځي ختیځ ته روان دي. په استرالیا کې تازه اورونو خلک وژلي او لارې بندې کړي. په هانګ کانګ کې د کال په لومړۍ ورځ خلکو تورې جامې اغوستي او په نوره نړۍ کې نوی کال لمانځل شوی.
په سلګونو امریکایي پوځیان منځي ختیځ ته روان دي. په استرالیا کې تازه اورونو خلک وژلي او لارې بندې کړي. په هانګ کانګ کې د کال په لومړۍ ورځ خلکو تورې جامې اغوستي او په نوره نړۍ کې نوی کال لمانځل شوی.
د پلازمېنې اوسېدونکي له ښاره بهر پغمان سیمې ته راغلي ترڅو د روان ژمي د لومړنۍ واورې ورېدو هرکلی وکړي. شفیع کریمي پغمان ولسوالۍ ته تللی او دا ویډیويي راپور یې چمتو کړی دی.
د امریکا متحد ایالتونه په فوري ډول منځني ختیځ ته ۷۵۰ اضافي سرتېري استوي او په راتلونکو ورځو کې نور هم لېږي.
د افغانستان مشهور کومیډین محمد اصف جلالي نن د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي تائیدوي چې ښاغلی جلالي د زړه حملې له امله ساه ورکړې ده. نوموړي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل. نوموړي خپل هنري فعالیتونه د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون څخه پیل کړل. جلالي چې ځینې یې کاکا اصف هم بولي په څو سینمايي فلمونو کې هم رول لوبولی دی. هغه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په خصوصي ټلویزیونونو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل چې ډېر مینه وال یې لرل.
په پاکستان، هند او افغانستان کې په دې وروستيو کې د هوا ککړتيا يا الودګۍ جدي بڼه خپله کړې ده. په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي چې په دې هېواد کې هرکال د الودګۍ له کبله يو لکه ۲۸ زره کسان يا خو مستقيم يا غير مستقيم مړه کېږي. د افغانستان پلازمينه کابل کې د ککړې هوا له وجې د ساه له ناروغيو ۱۷ کسان مړه شوي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې نن په پاکستان او افغانستان کې د خلکو پر ژوند د اب وهوا د بدلون اغېز څېړو.مېلمانه د پېښور پوهنتون د چاپېريال ساتنې څانګې استادان ډاکټر حزب... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشرې حقونو د همغږۍ دفتر (او سي اچ اې) یا "اوچا" په ۲۰۲۰ کال کې د ۷،۱ میلیون بېوزله افغانانو لپاره د ۷۷۳ میلیون ډالره مرستې غوښتنه کړې.
ازادي راډیو په ۱۶ ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تصنیف بندۍ سندونه ترلاسه کړي.
د پاکستان پنډۍ ښار کې يوشمېر پښتنو په اتڼ کولو سره د نوي کال ۲۰۲۰م هرکلی وکړ. د يو سوداګر له اعلان سره سم به د نوي کال په شپه په پراخه کچه د اورلوبې ننداره کېده خو د ځايي چارواکيو د نه اجازې وروسته ورغليو خلکو له يو بل سره عکسونه واخیستل او پښتنو ځوانانو اتڼ وکړ.
د پاکستان سېنټ د بشري حقونو کمېټې ته د حکږمتي چارواکو له خوا ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، د ماحولياتي بدلون له کبله هرکال په پاکستان کې يو لک اته ويشت زره کسان مړه کيږي.
د ايران ملاتړ لرونکي حشد الشعبي نومې ډلې له خپلو پلويانو غوښتي چې په عراق کې د امريکايي سفارت د ودانۍ له خوا او شا راوګرځي. د مظاهره چيانو تر څنګ د دې ډلې غړو پر امريکايي سفارت ودانۍ ډبرې ورولې او ځينو شيانو ته یې اور واچاوه.
په خوست کې د کارخانو او کوچنیو فابریکو مالکان غوښتنه کوي چې افغان حکومت دې د ډېرې پانګونې لپاره، هغوی ته ځمکه او د اړتیا وړ برښنا برابره کړي.
د امریکا د متحده ایالاتو او امریکا ترمنځ د سولې لس پړاوه خبرې، خو ۲۰۱۹ کال پای ته ورسېده او د امریکا، طالبانو او افغانستان ترمنځ د سولې هوکړه ونه شوه.
ټاکل شوې، چې په فاریاب ولایت کې د مېوو ۴۳۶ نوي بڼونه جوړ شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د دغو بڼونو د جوړولو لړۍ د ۳۰ زره او ۵۰۰ مثمرو نیالګیو په وېش سره پیل شوې ده. دغه نیالګي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ورکول کېږي د زردالو، الو، املوک، بادام، انار، چهارمغز، ګیلاس، مڼه، ناک، شفتالو او انګورو نیالګي شامل دي، چې له برخمن شویو بڼوالو یوازې د نیالګیو ۵۰ سلنه لګښت اخیستل کېږي.
په افغانستان کې د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه بیا خپل فعالیت پیلوي. د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې ازبکستان هېواد له دوې سره ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه به بیرته فعالوي. هغه زیاته کړه: "مونږ هڅه وکړه څو هغو هېوادونو سره چې د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ او د نخو د جوړولو په برخه کې تجربه لري خصوصن ازبکستان، له دوی سره کار پیل کړو چې څنګه کولای شو د هېود دغه شرکتونه بیرته فعاله کړو." ښاغلی مسجدي وايي، ټاکل شوې... Читать дальше...
ملګري ملتونه اټکل کوي نن د جنورۍ په لومړۍ به په نړۍ کې ۳ لکه ۹۲ زره ۷۸ ماشومان وزېږي. ملګروملتو دا شمېره د دې لپاره خپره کړې چې هغو ماشومانو ته پام واړوي چې د زوکړې په لومړۍ میاشت مري. د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونسیف د نوي میلادي کال په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ۲۰۱۸ میلادي کال د هغو دوه نیم ملیونه نویو زېږېدلیو ماشومانو په منځ کې چې د خپل ژوند په لومړۍ میاشت کې مړه شوي، درېمه برخه یې د خپل ژوند په لومړۍ ورځ مړه شوي دي. د ملګروملتو په وینا د اکثرو ماشومانو د مړینې مخنیوی کېدای شوای. Читать дальше...
په تېر ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د ولسي جرګې جنجالي ټاکنو پایلې اعلان شوې او ورپسې په سپټمبر کې د ولسمشرۍ انتخابات وشول چې د درېیو میاشتو په تېرېدو یې لا وروستی برخلیک څرګند نه دی.
د واورو له اورېدو سره په یو وخت د سالنګ پر لویه لار د ټېلر لرونکو موټرو تګ راتګ منع شو. د سالنګونو د ساتنې د ادارې مسوولانو ازادي راډیو ته نن (چهارشنبه) وویل، په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واورې له اورېدو سره هممهاله شدید باد سبب شو چې دا لویه لار د ټېلر لرونکو باري موټرو پر مخ بنده کړي. خو نور موټر لا هم په دې لاره تګ راتګ کولی شي. د سالنګونو د ساتنې د ریاست اجرايي مدیر سمیع الله ازادي راډیو ته وویل چې د واورې اورښت به ۲۴ ساعته نور هم دوام وکړي او تر هغو چې واوره اوري، ټیلر لرونکو موټرو ته په دې لار د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
یوه امنیتي سرچینه وايي، د کندز په ارچي ولسوالي کې ۱۳ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي. یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ارچي کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په لړ کې یې ۱۳ سیمه ییز پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیې یفتلي هم دا پېښه تایید کړه. دې نن (چهارشنبه) ازادي راډیو ته وویل، ظالبانو په دې برید کې، چې د شپې په ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې یې وکړ، د ۱۳ سرتېرو د وژلو ترڅنګ ۲ نور ژوبل کړل. خو د کندز د... Читать дальше...
که څه هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې ۲زره ملکیان د ځانمرګو، چاودنو او وسلهوالو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي خو امنیتي او دفاعي ځواکونه دا کال د ځان لپاره له لاسته راوړنو ډک بولي.
د پښتو ځوان سندرغاړی زبېرنواز چې په امریکا کې ژوند کوي وایي غواړي پښتو موسیقي د نړۍ په کچ د خلکو تر غوږونو ورسوي. د نوموړي په وينا موسیقي تر ډیرو هغو کارونو ښه ده چې بدې پایلې ولري. له زبېر نواز سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ چې د عظمت علی شاه په مرسته جوړ شوی.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ایران پلوه مظاهره چیانو له خوا د امریکا پر سفارت تر یرغل سمدستي وروسته امریکا په منځني ختیځ کې د ۷۵۰ نورو ځواکونه ځای پر ځای کولو اعلان کړی دی.
افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د یو ملیارډ ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې دا د تېر کال په پرتله ۱۵۰ میلیونه ډالر زیاتوالی ښيي.
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د سولې روان بهېر او د ټاکنیزو شکایتونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
په خوست کې د فابریکو خاوندانو له حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولایت کې پانګونې ته د پانګه والو د هڅولو لپاره د ځمکې او برېښنا اسانتیا برابرې کړي. په خوست کې د کانونو او صنایعو خونو مشر ګل زالي خان جانان ازادي راډیو ته وویل، که اسانتیاوې برابرې شي لسګونو زره تنو ته به کار برابر شي. هغه زیاته کړه: "په خوست کې ۱۲۰ فابریکې شته چې په دې کې لږ تر لږه ۸ زره کارګر کار کوي، دا په حقیقت کې اته زره کورنیو ته د نفقې د پیدا کولو یوه زمینه ده، که په راتلونکې موږ ته صنعتي پارک جوړ شي او برېښنا راشي، نو تر شلو... Читать дальше...
په پولنډ کې د امریکا او جرمني سفیرانو په دې موضوع چې چا دویمه نړیواله جګړه پیل کړه، له روسیې سره د پولنډ په ناندرۍ کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د پولنډ ننګه وکړه. د جرمني سفیر رولف نیکیل او د امریکا سفیرې جورجیټ ماس بکر پرون (سې شنبه) وویل، جرمني او شوروي اتحاد په ګډه په ۱۹۳۹ میلادي کال جګړه پیل کړه چې له کبله یې په اروپا کې لسګونه میلیونه انسانان ووژل شول. د امریکا سفیرې لیکلي: "ګرانه ولسمشر پوتینه، د جرمني ادولف هیتلر او د شوروي اتحاد جوزیف ستالین په پټه سره جوړه وکړه چې دویمه نړیواله جګړه پیل... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.