مسلم لیګ او پیپلز ګوند د مولانا فضل الرحمان د غوښتنو ملاتړي دي: سیاستوالان
د جنورۍ ۲۰مې پر ماښام د جمیعت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نیشنل پارټۍ، قامي وطن ګوند او ځینو نورو ډلو مشرانو په اسلام اباد
د جنورۍ ۲۰مې پر ماښام د جمیعت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نیشنل پارټۍ، قامي وطن ګوند او ځینو نورو ډلو مشرانو په اسلام اباد
باچا خان په ۲۰مه پېړۍ کې له برتانیې څخه د هند د نیمه وچې د ازادۍ د مبارزې له مخکښانو څخه یو وو.
افغان ولسمشر له طالبانو سره خبرو ته په اشاره وايي چې تمه لري په افغانستان کې به تاوتریخوالی پای ته ورسيږي. د امریکا سنا د ولسمشر ټرمپ د استیضاح اصول تاييد کړل. په چین کې نوي ویروس نهه کسان وژلي دي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو.
خان عبدالغفارخان ( باچا خان) په ۱۸۹۰ ز کال د خیبر پښتونخوا چارسدې په اتمانزو کې زیږېدلی وو او په ۱۹۸۸ ز کال د جنوري په شلمه نېټه په پېښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم په جلال اباد کې د هغه په خپل کور کې خاورو ته وسپارل شو.
د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امريکا مرستيالې وزيرې اېلس وېلز د پاکستان سفر پر مهال ددې هېواد یو شمېر لوړپوړو چارواکيو سره لېدنې کړې دي. دوی د سوداګرۍ، پنګه اچونې، افغانستان او پر ځینو نورو موضاعاتو خبرې وکړې. يو وخت د دواړو هېوادونو تعلقات زيات خراب شوي ول چې اوس د دواړه غاړو په وينا ورو ورو په سمېدو دي. پوښتنه داده چې هغه کوم لاملونه دې چې له کبله يې تعلقات په ښه کېدو دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفرازخان او د پاکستان پخوانی ډپلوماټ ایاز وزير سره څېړل شوې دي.
د غور ولایت د مرکز فیروزکوه لسګونو اوسېدونکي نن لارو کوڅو ته راووتل او د ۱۳۹۹م لمریز کال د دولتي بودجې د تصويب پر وړاندي يې اعتراض وکړ. دوی ادعا کوي چې په دې بوجه کې غور ولایت ته کافي پیسې ندي ځانګړي شوي. راپور: منصور خسرو اډیت: هيلۍ اسد
په پېښور کې د نانوایانو کاربندیز د هغوی د غوښتنو منلو وروسته پای ته ورسېد او د۱۳۰ګرام ۱۰روپۍ ډوډۍ وزن ۱۱۵ګرامه ته راکم کړل شوی دی. نور د غلام غوث په ویډيو راپور کې.
د پرمولو پهلوان کاکا ننې (د جوارو بټ هر وخت داسې وي لکه د اختر مېلې مازیګری) دلته به داسې څوک نه وي چې د پهلوان کاکا ننې یې نه وي خوړلې. نور د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
جميعت علمای اسلام (ف) يو مخکښ او قامي اسمبلۍ غړی مولانا عبدالشکور وايي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي، نېشنل پارټي او ځينې مذهبي تنظيمونه ورسره د حکومت خلاف ولاړ دي.
د پخوانۍ فاټا د اتو سېنېټرانو موده په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کې ختمېږي او له دې وروسته هغوی بیا نه شي ټاکل کېدلای.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ګېس فشار کمېدو پرضد د جنورۍ۲۱مه د ګېس دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره وشوه. نور په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
نامعلومو وسله والو په ننګرهار کې یو تن قاضي په ډزو وواژه. د ننګرهار چارواکي وایي، نامعلومو وسله والو نن مازیګر شاوخوا ۴ بجې د ننګرهار د استېناف محکمې یو قاضي په ډزو وواژه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې وژل شوی قاضي رفیع الدین اشنا نومېږي چې د بهسودو ولسوالۍ د اکمالاتي بېز په سیمه کې وژل شوی دی. ښاغلي خوګیاڼي که څه هم په دې اړه نور وضاحت ورنه کړ خو ویې ویل چې رفیع الدین د استناف محکمې برحاله قاضي و. د دغې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.
د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون په بهرنیو چارو وزارت کې وروستی بدلون د سیاسي تشې ډکول نه بلکې د مدیریتي تشې ډکول بولي.
پاکستان د وېلز د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې یې د نوموړې ورته څرګندوی رد کړې وې
نړیوال بانک وایي، د افغانستان اقتصاد له یوه مبهم حالت سره مخامخ دی.
خو په دې وروستیو کې د مالي او امنیتي ستونزو له امله د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو وېره هغه څه دي چې په پکتیا کې د یو شمېر رسنیو مسؤلینیې اندېښمن کړي دي.
د هغو بامیاني "کڼو" شعار چې غواړې لیک لوست زده کړي. له بامیانو ولایت نه ګلامیز شریفي پرې راپور لري چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:
د افغانستان د پارا المپیک دوه لوبغاړي د توکیو ۲۰۲۰ میلادي کال د سهمیهبندۍ سیالیو ته غوره شول. د افغانستان د پارا المپیک د کمېټې مطبوعاتي مسؤل کبیر خوشبین نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو دوو لوبغاړو کې یوه نجلۍ او یو هلک شامل دي. هغه زیاتوي: "دغه لوبغاړي دبۍ ته سفر لري او فعلاً تمریناتو باندې بوخت دي، دوی له ښه چمتووالي برخهمن دي." په پارا المپیک لوبو کې تر ډېره معلول لوبغاړي لوبېږي. ښاغلی خوشبین وايي، ټاکل شوې ده چې دغه لوبغاړي په نږدې راتلونکي کې دبۍ ته سفر وکړي. ښاغلي خوشبین هیله وښوده... Читать дальше...
د هېواد په جنوب کندهار ولایت کې د فوټسال سیالۍ پیل شوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دغه سیالۍ د کندهار په مرکز کې د "ښوونځي کپ" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب وايي، یادې سیالۍ د کندهار په وطن لوبغالي کې ترسره کېږي. د یادو لوبو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل یاد شوي دي. لوبې نن پیل شوي او درې ورځې به دوام وکړي.
په کندز کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د جاپان او نړیوال بانک په مالي مرسته د لیتاکا یا د معیشت ودې پروژې په چوکاټ کې د دې ولایت په سرحدې سیمو کې دوه سوداګریز مرکزونه جوړېږي. چارواکي وايي، دغه مرکزونه په کندز ښار او امام صاحب ولسوالۍ کې جوړېږي. د نوموړې ادارې د چارواکو په وینا، د دې پروژې د پلان له مخې د شمال ختیځ ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې بنسټیزې او تولیدي پروژې پلې کېږي ترڅو د کلیوالو اقتصاد وده وکړي او شته ستونزې هوارې شي. د کندز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس دوست محمد ریحان په دې اړه وویل... Читать дальше...
ټاکل شوې وه چې په دغې بودجې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۲» د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پراخ بحثونه وشي، خو ځینو وکیلانو د بودجې د نهمتوازن والي له امله په خپلو اعتراضونو سره د بحث مخه ونیوله.
نن د سویس په داووس ښار کې د دې غونډې لومړۍ ورځ ده. په دغې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو ګډون کړی.
وزیر اعظم عمران خان او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره کتلي او د سیمې په امنیت او خپل مینځي اړیکو يې خبرې کړې دي.
انلاین یا انټرنټي کارونو ته په نورو هېوادونو کې ځوانانو ډېره توجه کړې چې اوس له دې درکه د ښه عاید څښتنان دي.
چینايي چارواکیو ویلي چې دا وایرس د ساه اخستو په نظام حمله کوي او تراوسه ترې نهه کسان مړه شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.